<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-11 19:58:44    
د ايدز د ناروغانو د ټولنې زياتې پاملرنې او مرستې حاصل کړي دي

cri

په دي وروستيو کلونو کې په چين کې د ايدز ناروغۍ په باب د معلوماتو په ترويج سره د نوموړي ناروغۍ په نسبت د زياتو خلکو د ويرې فشار کم شوي او دنوموړو ناروغانو په نسبت د ټولنې تبعيض هم کمزور شوي دي ٠ اوس ډير خلک نوموړو ناروغانو ته پاملرنه او توجه کوي او په بيلا بيلو شکلونو سره دوي ته مرستې برابروي ٠

دري څلويښت کلن ښاغلي تاو سيوي شنګ د چين د جنوب لويديځې خوا د ګوي جو ولايت يو بزګر دي او لس کاله د مخه د بي پروايي له امله د ايدز د ناروغۍ په ويروس اخته شوي دي او د درو کالو علاج نه وروسته يي اوس صحت ښه والي موندلي دي ٠ لږه موده د مخه هغه د ايدز په ويروس د اخته شويو کسانو د استازي په توګه په بيجينګ کې د ايدز د ناروغۍ د مخنيوي په باب يو غير حکومتي فورم کې ګډون درلود ٠ هغه خبريال ته وويل چه دده د اجدادي کور په شاوخوا ځايونو کې نژدي دوه زره تنه نوموړي ناروغان شته ٠ اوس دوي ټول د حکومت او ټولنې زياتې مرستې تر لاسه کړي دي ٠ هغه وويل د ايدز ويروس د معاينې ، د اړوند علاج او د نوموړو ناروغانو د اولادونو د روزنې په برخه کې ز مونږ اړوند لګښتونه ټول د حکومت له خوا معاف شوي دي ٠ هغه وويل چه اوس دده ناروغۍ ښه کنترول شوې ده چه دا د حکومت او ټولنې له مرستې او پاملرنې څخه نه جلا کيږي ٠

اوس په چين کې دايدز په ويروس د اخته شويو کسانو شمير اته لکو څلويښتو زرو تنو ته رسيږي ٠ نو دا چه په څه ډول د ناروغۍ د کنترول او د ژوند د ښه والي په برخه کې دوي ته مرستې برابر کړي ، د چين د حکومت د روغتيا د اړوندو څانګو او د ټولنې د زياتې توجه وړ مسئله ګڼل کيږي ٠ د نوموړي ناروغۍ د علاج په هکله د ناروغانو د اقتصادي بارونو د کمولو له پاره د چين حکومت يو لړ امتيازي پاليسۍ طرحه کړي دي ٠ مثلا د ايدز بي وزلو ناروغانو ته په وړيا ډول اړوندې معاينې او علاج برابر شوي ، د هغو اميدوارو ښخو له پاره چه د ايدز په ويروس اخته شوي ، د روغتيا او د زيږوني د لار ښوونې وړيا خدمتونه برابر کړي او داسي نور ٠ برسيره پر دي د بيلا بيلو درجو حکومتونو او د ټولنې بيلا بيلو محافلو هغو يتيمانو ته چه پلار او مور يي د ايدز د ناروغۍ په اثر مړه شوي ، د ژوند ، روزنې او رواني روغتيا له پلوه زياتې پاملرنې او مرستې ورکړي دي ٠ پرته د حکومت د مرستو نه په ټولنه کې ډيرو خلکو په دي هکله هم زيات کارونه ترسره کړي دي ٠ د مثال په توګه د چين د جنوب لويديځې خوا د يون نان ولايت په مرکز کون مين ښار کې د لمر تر وړانګې لاندې د اجدادي کور په نامه يو داسي غير حکومت سازمان دي چه په خاص ډول د ايدز په ويروس اخته شويو ناروغانو ته مرستې برابروي ٠ د نوموړي سازمان کارکونکي ښاغلي لي يون خبريال ته وويل چه په يون نان ولايت کې د ايدز په ويروس د اخته شويو کسانو نه په سلو کې اتيا برخه د مخدرو موادو د وريدي تزريق له لارې په نوموړي ويروس اخته شوي دي ٠ د مخدرو موادو د څکلو له امله د اوږدي مودې له پاره له ټولنې څخه جلا شوي او په دي اثر دژوند اساسي مهارتونه يي له لاسه ورکړل شوي دي ٠ ددي له پاره چه نوموړي ناروغان د انسان په توګه اصلي اطمينان بيا ترلاسه کړي ، د نوموړي سازمان ن کارکونکي د کار د ځينو مهارتونو د ور زده کولو له پاره زيات کارونه تر سره کړي دي ٠

د چين د ختيځې خوا د ان حوي ولايت د فو يانګ په ښار کې د ايدز د بي وزلو ناروغانو د ماشومانو سره د مرستې ټولنه شته چه د محلي ځاي د صنعت ګرانو او سوداګرانو له خوا جوړ شوي ده ٠ ددي ټولنې رئيسې ميرمن جانګ ينګ خبريال ته وويل چه دوي پخوا د بي پروايي په حال کې واقع ؤ او حتي د نورو تر تبعيض لاندې ؤ ، خو اوس زمونږ او د ټولنې تر پاملرنې او مرستو لاندې اوه سوه اتيا تنه هغه ماشومان چه د ايدز په ويروس اخته شوي ، ټول په مکتبونو کې ومنل شول ٠