<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-11 20:05:23    
د مرغانو د انفلونزا د وقايې او کنترول تدبيرونه

cri

تر اوسه پوري په چين کي شپږ تنه د مرغانو په ايچيو پنځه اين يو ډول انفلونزا اخته شويدي ، خو د روان کال راهيسې دغه ناروغۍ په ويتنام ، کمبوديا ، اندونيزيا ، هالند او کاناډا کي خپره شويده ، نو ددې ناروغۍ د خپريدو مخنيوي يوه لازمه دنده ده . پوښتنه دا ده چه انسانان به څنګه ددې ناروغۍ د ويروس څخه ځان وژغورل شي او کوم لازم تدبيرونه بايد غوره کړي شي ؟

هغه چرګ ، هيلې او غاز چه د انفلونزا په ناروغۍ او يا ددې ناروغۍ ويروس لري ، د تنفس د جهاز له لاري انسان ته خپروي . په نولس سوه اوه نويم کال کي د چين په هانکانګ کي اتلس تنه د مرغانو په انفلونزا اخته او شپږ تنه يي مړه شول چه دا انسان ته د مرغانو د انفلونزا د خپريدو لومړني نښه وه .

سره له دي چه بيلا بيل ويروسونه د ژويو او نباتاتو په بيلا بيلو ډولونو پوري اړه لري ،خو د يو نه بل ته د خپريدو له کرښې څخه وتل ډير مشکل کار دی، مګر د مرغانو انفلونزا څنګه انسان ته خپريږي ؟ د دې پوښتنې په ځواب کي د چين د انفلونزا د وقايې او کنترول د مرکز رييس شو ياو لونګ وويل چه ولی په ځيني حالت کي د مرغانو انفلونزا ويروس د پورتني کرښې نه وتلي شي ؟ پخواني نظر دا و چه دغه ويروس د انسان د والګي له ويروس سره د يو ځاي کيدو نه وروسته د انسان په بدن کي ژوندي کيداي شي او بيا د انسانانو ترمنځ خپريداي شي . مګر د وروستي څيړنې لمخې د مرغانو د انفلونزا ويروس د انسان د والګي د ويروس سره د يو ځاي کيدو نه پرته پخپله بدليږي او بيا په انسان کي خپريږي .

نن ورځ د ايچيو پنځه اين يو ډول د مرغانو انفلونزا چه په زياتو هيوادونو کي سرايت کوي ، په مستقيم ډول انسان ته خپريږي او د روغتيا د نړيوال سازمان د احصايي لمخې د دوه زره دريم کال د پاي نه راپدي خوا په ټوله نړۍ کي له سلو نه زيات کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي او شپيته تنه يي مړه شول .

له دې ناروغۍ نه د وقايې دپاره د بيجينګ ښاريان داسي بيلابيلې نظريې لري . ښاغلي هوان وويل چه له ورځپاڼو څخه مې داسي ګټور معلومات لاس ته راوړي دي چه بايد د چرګانو او الوتونکو مرغانو سره تماس و نه نيسي . پيغلې جانګ وويل چه په وروستيو ورځو کي مې چرګ ندی خوړلی او هګۍ مې هم د اخيستلو نه وروسته ومينځلې .د ښاريانو د دغو نظريو په هکله د چين د ناروغيو د وقايې او کنترول د مرکز متخصصانو داسي وويل چه دغه نظريې پوره نه دي ، مونږ بايد لومړي د مرغانو د انفلونزا د سرايت ځاي ته لاړ نه شو او د کورنيو يا وحشي مرغانو سره د تماس نه وروسته بايد لاسونه ښه ومينځو. دغه راز ورزش کول او له حده زياته ستړتيا او د سګريت څکلو څخه د ځان ژغورل او په کوټه کي د هوا ګردش هم لازم دي .

د متخصصانو په نظر د چرګ او هګۍ نه خوړل سوتفاهم دی . د چين د ميکروب پيژندنې د ټولنې متخصص وو هوان وويل د مرغانو د انفلونزا ويروس ډير ضعيف دی او د يخنۍ په وخت کي ښه وده کولي شي ، که په لوړ حرارت يي پخوو ، ويروس يي هم وژل کيږي .

لوړه تبه ، ټوخي ، د ستونې درد او د پوزو بند په دې ناروغۍ د اخته کيدو نه وروسته رامنځته شوي علامې دي . اخته شوي ناروغان د په وخت علاج له لارې

جوړيداي شي او کم شمير ناروغان په بيلابيلو علتونو د نورو ناروغيو سره يو ځاي

مړه کيږي .

د چين د ساېنس او تکنالوژې د وزارت مسئول جا جين دون وويل چه د مرغانو د انفلونزا په ضد واکسين جوړ شويدی ، نو ددې ناروغۍ د له منځه وړلو دپاره مو عقيده ټينګه شويده . د روغتيا د نړيوال سازمان په اړه د مرغانو د انفلونزا د وقايې او کنترول د پروګرام مامور په وروستيو وختونو کي وويل چه لږ تر لږه نورې څلور يا شپږ مياشتې وروسته به انسان ته د مرغانو د انفلونزا د خپريدو په ضد واکسين په زياته اندازه توليد شي . خوشبين يو چه انسان دغه خطرناکه ناروغی تر پوره کنترول لاندي راوستلای شي .