<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-12 20:08:04    
د ماجيامي په نامه رستوران

cri

ګرانو اوريدونکو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به د چين د تبت د خودمختارې سيمې د ﻻسا په ښار کې د ماجيامي نومي رستوران په باب معلومات تاسو ته وړاندې کړو ٠

د چين د تبت د خودمختارې سيمې په مرکز ﻻسا ښار کې چي د سمندرله سطحې څخه څه دپاسه درې زره شپږ سوه متره لوړوالې لري يو مشهور واټ شته چې باجاو نوميږي ٠ دنوموړي واټ په څنګ کې يوه دوه پوړيزه او ژيړ رنګ لرونکي وداني شته ، د نوموړي وداني په شاوخوا ځاي کې نورې وداني سپين رنګ لري ، نو په دې اثر نوموړي وداني ډيره د ليدو وړ ښکاري ، نوموړي وداني د ماجيامي په نامه رستوران دی ،

محترامو دوستانو اوس مونږ سره يو ځاي د ماجيامي په نامه رستوران ته ځو او وبه ګورو چې دا يو څه ډول رستوران دی ؟

د يوې ورځې غرمه چې د لمر زرينې وړانګې پر مځکې باندې خپرې دي، د باجاو په واټ کې د سوداګرانو د سوداګري د اواز ، د دکانونو څخه د راپورته شويو نغمو او د ګڼ شمير چيني او بهرني سيلانيانو په ګرځيدو راګرځيدو د يوه تود بازار منظره جوړه شوه٠

د ماجيامي په نامه رستوران د باجاو نومي واټ په يوه کونج کې پروت دی او د اتو کالو نه مخکې جوړ شوی دی ، ولې ددې رستوران د ودانۍ رنګ د شاوخوا ځايونو د نورو ودانيو سره توپير لري او ژيړ رنګ ورکړشوی دی ؟ په دې باره کې د نوموړي

رستوران مينيجر چيوګينيما خبريال ته وويل --- اواز ١ --- ژيړ رنګ په تبت کې د شرافت نښه ده ، يوازي معبدونو او د بودايانو د اوسيدو ځايونو ته ژيړ رنګ ورکول کيږي ٠ خو ولې د ماجيامي په نامه د رستوران ودانۍ ته ژيړ رنګ ورکړ شوی دی ؟ علت يې دا دی چې پخوا د تبت شپږم دالاي ﻻما څانګيانګ ګياڅو په دې ودانۍ کې اوسيدلی و ، په دې اړه يوه کيسه هم شته چې وايي د څه دپاسه دريو سوو کالو نه مخکې د تبت ديني مشر شپږم دالاي ﻻما څانګيانګ ګياڅو په نوموړي ځاي کې د سپوږمي غوندې يوه ډيره ښکلې نجلۍ وکتله ، د هغه وخته وروسته به څانګيانګ ګياڅو به تل نوموړي ځاي ته ورته او غوښتل يې چې يو ځال بيا د نوموړي ښکلې نجلۍ سره وګوري، خو هغه نجلۍ نوموړي ځای ته نور ورنغلې ، څانګيانګ ګياڅونااميده شواو د نوموړي ښکلي نجلۍ د يادونې دپاره يې يو خوږ او ښکلي شعر وليکه ، په نوموړي شعر کې يې ليکلي دي چې پکې ويل شوي سپينه او صافه شپوږمی د ختيځ غر د لوړې څوکې څخه راوختله ، د ماجيامي ښکلي څيره د زړه په تل کې پاتي شوې ده ٠ ماجيامي په تبتي ژبه کې د ښکلا معني ده ٠ﻻ تر اوسه پوري نوموړي ښکلي شعر ﻻهم په تبت کې مروج دی ، پخواني وداني چې شپږم دالاي ﻻما پکې د ماجيامي نجلی سره مخامخ و په اوسني رستوران بدله شوې ده ٠ که څه هم په پخواني کيسه کې د شپږم دالاي ﻻما عشق بې نتيجه شو ، خو په دې وروستيو کلونو کې په دې رستوران کې د مينې او عشق په باب نوي کيسه هم رامنځته شوې ده . د نوموړي رستوران مينيجر چيوګينيما خبريال ته يوه اوسني کيسه وويله ، هغه وويل --- اواز ٢ ---- د ١٩٩٨ کال د اکتوبر په مياشت کې دوه تنه جرمنيان زما په رستوران کې سره مخامخ شول چې له دوي څخه يو هلک و او بله يې نجلی وه ، دوي پخوا يو

له بله سره هيڅ ونه پيژندل ، زما په رستوران کې د پيژندلو نه وروسته دوي سره يو ځای په سفر پيل وکړ ، د سفر په جريان کې ددوي ترمنځ مينه او عشق رامنځته شو، په ٢٠٠٠ کال کې دوي دواړه يو ځل بيا تبت ته راغلل او ورسره يې يو ماشوم هم و ٠ هغوي وويل د سفر نه وروسته دوي سره واده وکړ ، ويل کيږي چې په ماجيامي رستوران کې ددوي د مينې او عشق د راپيداکيدو دپاره موقع برابر شوی دی ٠

د ماجيامي په رستوران کې نه يوازي د عشق څخه ډکې زياتې کيسې اوريدل کيږي بلکې په نوموړي ځای کې د تبت عنعنوي کلتوري فضا او چاپيريال هم احساس کيږي ، رستوران د تبتي عنعنوي سبک سره سم جوړ او ښکلی شوی دی ، د رستوران پر ديوالونو باندې يو بودايي تصوير او د تبت په باب ځيني سپين او تور عکسونه سريښ شوي او د ميس څخه جوړ شوي څو ښکلي لاسي صنعتي شيان ځوړنددي ، دغه راز پر مځکې باندې تبتي غالي هم فرش شوېده ، خلک چي چينايان دي او يا بهرنيان کولاي شيچي له دې ځاي څخه د تبت ژور او عنعنوي کلتوري احساسات ترلاسه کړي ، ښاغلي جانګ جيان چي تل نوموړي رستوران ته راځي خبريال ته وويل ---- اواز ٣ --- د ماجيامي په رستوران کې خلک نه يوازي د تبتي قوم دکلتور او شقافت تاريخ بلکې د تبت د کلتور وده او پرمختګ هم معلومولي شي ٠

د کانادا نجلۍ تروشي جولي خبريال ته وويل --- اواز ٤ --- دا يو ښه رستوران دی ، د نورو رستورانونو په نسبت دا رستوران ﻻزياته عنعنوي فضا څرګندوي ، ډير زيات سياحان د ډوډۍ خوړلو او د ساعت تيري کولو دپاره د ماجيامي رستوران ته راځي ،

ګرانو اوريدونکو همدااوس مو د ﻻسا په ښار کي د ماجيامي په نامه رستوران تاسو ته دروپيژانده ٠ شپه مو په خير ٠