<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-13 10:56:21    
يوان لونګ پينګ

cri

په ٢٠٠٤ کال کې د چين د شولو د پيوندولو د پلار په نامه متخصص يوان لونګ پينګ زياتې بينالمللي جايزې ترلاسه کړي دي ، مثلا د اسرائيلو د حکومت او د تايلند لخوا صادره شوې جايزې او لور په نامه جايزه او د نړۍ د غلودانو د صندوق د ټولنې لخوا ورکړې شوې د نويالو غلودانو په نامه جايزه او داسي نورې جايزې يې ﻻسته راوړي دي ٠

د ٢٠٠٥ کال د جنوري په اوومه نيټه پروفيسر يوان لونګ پينګ د چين د سره صليب د ټولنې له ﻻرې د هند په سمندر کې د زلزلې او سمندري څپو ځپلو هيوادونو ته د بسپنې په توګه يو لکه ژنمينبي يوانه پيسې ورکړې ، هغه وويل زه به تر ممکنه حده پورې کوشش وکړم چې مصيبت ځپلو هيوادونو ته د شولو د پيوندولو په باب تخنيکونه توزيع کړم ترڅو په دغو هيوادونو کې د شولو توليدې اندازه زياته شي ٠

پروفيسر يوان لونګ پينګ د چين د انجنيري اکاډمي غړي دی او د ملګرو ملتو د کرنې په چارو کې لومړني مشاور هم دی ٠

چين يو داسي لوي هيواد دی چې يو مليارډه او درې سوه مليونه تنه خلک پکې ژوندکوي او اکثريت يې په کليوالي سيمو کې اوسيږي ٠خوراکونو ته د دومره زياتو خلکو د اړتياوو د رفع کول او تامينول په چين کې تر ټولو نه لومړې مهمه دنده ګڼل کيږي ، همداشان د نړۍ په زياتو هيوادونو کې په تيره بيا په پرمختيايي هيوادونو کې يوه ډيره مهمه مسئله هم ده ، ښاغلي يوان لونګ پينګ وويل په چين کې د خلکو شمير ډير زيات دی او د کرنې وړ ځمکو مساحت يې کم دي ، نو په دې حال کې غلودانو ته د خلکو د اړتياوو پوره کول زمونږ په غاړه درنه دنده ده ، ددې دپاره چې

په يو واحده مځکه کې د غلودانو د محصولاتو اندازه نوره هم زياته شي ، پروفيسر يوان لونګ پينګ ﻻ د شلمې پيړۍ په اوومه لسيزه کې د شولو د پيوندولو په ازموينو ﻻس پوري کړی او په بري سره يې د شولو د پيوندولو ښه تخمونه ترلاسه کړي دي ٠

که څه هم پروفيسر يوان لونګ پينګ په نړۍ کې هم يو مشهور عالم او متخصص دی ، خو د شولو د پيوندولو د تخنيکونو د توزيع کولو او د شولو د ښو تخمونو د ترلاسه کولو دپاره يې د لس ګونو کالونه راهيسي تل په زراعتي مځکو کې زحمت ګاللی او په علمي ازموينو يي ﻻس پوري کړی دی ٠د پروفيسر يوان لونګ پينګ لخوا د شولو د پيوندولو له ﻻرې ترلاسه شوي غوره تخمونه شل ګونو ډولو ته رسيدلي دي او د چين په سلو کې په پنځوسو زراعتي مځکو کې استعمال شوي او د غلودانو کلني توليدي اندازه يې هم په سلو کې شل زياتيږي ٠

که څه هم پروفيسر يوان لونګ پينګ هره ورځ په زراعتي چارو بوخت دی ، خو هغه د کار نه په فارغ وخت کې هم ورزش کوي ، هغه وويل زه د لامبو وهلو او د واليبال د لوبو سره علاقه لرم ، سږکال يوان لونګ پينګ د څلور اوياکالو عمر لري ، خو هغه هم د ځوانانو په شان پوره انرژي لري ، هغه وويل ترڅو چې زه حرکت کولي شم ، زه به خپل کارته دوام ورکړم ٠

پروفيسر يوان لونګ پينګ په ١٩٣٠ کال کې د چين په بيجنګ ښار کې وزيږيد او په ١٩٥٣ کال کې د چين د جنوب لويديځ د زراعتي پوهنځي څخه فارغ شو، د دې نه وروسته هغه د شولو د پيوندولو په مطالعې او څيړنې پيل وکړ او ستر برياليتوبونه يې ترلاسه کړي دي ٠ د ملګرو ملتو سرمنشي کوفي انان په ستاينې سره وويل پروفيسر يوان لونګ پينګ د شولو د پيوندولو د تخنيکونو له ﻻرې په نړۍ کې غلودانو ته د خلکود اړتياوو د رفع کولو دپاره ستر خدمتونه سرته رسولي دي