د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بيمې د څارنې او اداره کولو د کميټې اړوند چارواکې د جنوري په اولسمه نېټه وويل د چين د بيمې په بازار کې د رقابت حياتي توان په ښکاره توګه ښه شوی او د بيمه کولو او د بيمې د خطر سره د مقاومت په برخه کې د بيمې د څانګو عمومي توان هم پياوړی شوی دی ، د چين د بيمې د نظارت او اداره کولو د کميټې د احصائيې سره سم ت تيرکال تر پايه پورې د چين په داخلي سيمو کې د بيمې رسمي شرکتونه درې نوي ته رسيدلي دي چې له دې جملې څخه څلويښت شرکتونه د بهرنيو سرمايو له لارې جوړشوي دي تيرکال د چين په دننه کې د بيمې لګښت نژدې پنځه سوو مليارډو ژن مين بي يوانو ته رسيدلی چې دا رقم د وړم کال د همدې مودې په نسبت په سلو کې څوارلس زيات شوی دی ٠
|