<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-13 16:33:05    
د چين د فلمونو د موزيم له پرانيستلو څخه په تېرو سلو کلونو کې د چين د فلمونو پرمختيايی تاريخ څرګنديږی.

cri
ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! په چين کې د فلم رامنځته کېدو د سلمې کاليزې د يادونې دپاره د چين د فلمونو موزيم د تېر ديسمبر په نه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو او د فلم زيات مينه وال يی ځانته راجلب کړل. د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسی د دې موزيم په هکله څه معلومات واورئ.
په چين کې د فلم رامنځته کېدو د سلمې کاليزې د يادونې دپاره د تېر کال د ديسمبر په نه ويشتمه نېټه د چين د فلمونو موزيم په درانو مراسمو سره پرانيستل شو او د چين د فلم د تاريخ په هکله يو لوی نندارتون هم جوړ شو. د دې موزيم د پرانيستلو په لومړی ورځ د چين زيات مشهور هنرمندان او د مختلفو ټولنو شخصيتون او د فلم مينه وال راغونډ شوي وو. د بېجينګ د ښاروالی مرستيال وانګ چی شان د پرانيستلو په مراسمو کې وويل
( لومړی اواز)
بېجينګ د چين د فلمونو د پرمختګ سره نژدی اړيکې لري. په نولس سوه پنځم کال کې د دينګ جيون شان په نامه د چين لومړی فلم په بېجينګ کې جوړ او له دې څخه د چين د فلم پرمختيايی تاريخ پيل شو. له سلو کالو نه وروسته، نن په چين کی د فلمونو په هکله لومړی دولتی موزيم په بېجينګ کی پرانيستل کېږی او دغه عمل د چين د فلمونو په تاريخ کې يوه اهميت لرونکی پېښه ده. د دغه موزيم د پرانيستلو له لارې به د چين د فلمونو کلتور وښودل شی، د چين د فلمونو د پرمختګ دپاره به ګټه ولری او دغه راز د موزيمونود پرمختګ يوه نوی پاڼه واړول شی.
د چين د فلمونو موزيم د بېجينګ په شمال ختيځ کې پروت دی او مساحت يی څه نا څه څلويښت زره مربع متره دی چی تر اوسه په نړۍ کې دا ډول لومړنی لوی موزيم ګڼل کېږی. د دې موزيم ساختمانی شکل د يوه تور بکس په شان دی چی ګواکی د فلم د جوړولو کمرا يا د سينيما نښه ده. په دې موزيم کې د نندارې يوويشت سالونونه شته چې عمومی مساحت يی څه نا څه لس زره مربع متره دی. د چين د راډيويی او ټلويزيونی چارو د عمومی ادارې مشر ښاغلي وانګ تای هوا وويل
( دوهم اواز)
د چين د فلمونو موزيم به ګن شمېر خلکو ته د فلم په هکله رنګا رنګ خدمتونه برابر کړي. د فلمونو په هکله د ډول ډولو فعاليتونو د تر سره کېدو له لارې به په هراړخيزه توګه د چين د فلمونو پرمختيايی تاريخ او په مختلفو دورو کې اړوند برياليتوبونه څرګند شی.
د معلوماتو له مخې، د چين د فلم د رامنځته کېدو د سلمې کاليزې د يادونې په نندارتون کې د چينی فلمونو په باب هغه شپږ زره قيمتی تاريخی اثار او توکې ايښودل شويدی چی په يو زرو پنځوسو فلمونو پوری اړه لري. دغه نندارتون د اواز، رڼا او بريښنا څخه په استفادې سره د دوه سوو شپېتو پردو په واسطه د چين د فلمونو پرمختيايی تاريخ او د ولسی جمهوريت د جوړېدو راهيسی د چينی فلمونو څرګند برياليتوبونو ته نندارچيانو ته وړاندی کوی.
په دغه موزيم کې نندارچيان نه يوازی د چين لومړی فلم ، بلکه د چين زيات شمېر غوره فلمونه ليدای شی. د مثال په توګه په دغو فلمونو کې د منځنی عمر خاوند په نامه فلم دی چی په نولس سوه دوه اتيايم کال کې د چين نامتو هنرمندې پان هونګ پکې عمده رول لوبولی دی. هغې زمونږ له خبريال سره د يوې مرکې په ترڅ کې وويل
( دريم اواز)
مونږ د فلم چارې د خپل عمری کار په توګه ګڼو. زه ډيره وياړم او خوشحاله يم چې زما په شل ګونو فلمونو کې يو فلم په دغه موزيم کې ساتل شويدی.
په دغه موزيم کې نه يوازی د چين د فلمونو پرمختيايی تاريخ معلومېږی، بلکه نندارچيانو ته د غږ د ثبتولو، ځانګړی تکنالوژۍ او کارتونونو په شمول په فلمونو کې زيات تخنيکی رازونه او اسرار ښودل کېږی.
د چين مشهور هنرمند وانګ تي چنګ چې د ولسی چين د لومړي صدر اعظم چوينلای په توګه رول لوبولی و، د دې موزيم څخه له کتنې نه وروسته خپل نظر څرګند کړ
( څلورم اواز)
دا يو ډير ښه کار دی چی په دغه موزيم کې د چين د فلمونو پرمختيايی تاريخ نندارچيانو ته څرګنديږی.زه باور لرم چې دغه موزيم به لا زيات نندارچيان ځانته راجلب کړي.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واورېد چې عنوان يی و، د چين د فلمونو موزيم له پرانيستلو څخه په تېرو سلو کالو کې د چين د فلمونو د پرمختګ نښه ده. ستاسی له غږ نيولو څخه ډيره مننه کوو. خوشحاله اوسئ!