د سين هوااژانس د جنوری په ١٣مه نېټه د پاکستان د پوځی وياند په خبره خبر ورکړ چه افغانستان ته نژدی د پاکستان د باجور د قبائلو په سيمه کې په همدې ورځ يو لړ چاودنی وشوی او په نتيجه کی ١٤ تنه مړه شول ، خو د چاودنو سبب معلوم نه دی ٠
باجور د افغانستان وزيرستان ته نژدی دی ٠ له دې امله چه په وزيرستان کی په پرله پسی توګه چاودنی شوی دی ، د پاکستان پوځ د روانی مياشتی په لسمه نېټه په دغه سيمه کې د تلاشی عمليات غوره کړی او ١٤ تنه وسله وال کسان يې ووژل ٠