<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-14 18:42:35    
په چين کی د بزګرانو ژوند ښه والی موندلی دی

cri

چين يو لوی کرنيز هېواد دی چی له ١ ملياردو ٣ سوو مليونو نفوسو څخه يی ٨ سوه مليونه بزګران دی .د ښاريانو په پرتله د زياتو بزګرانو ژوند ښه نه دی .له وروستيو کلونو راهيسی د بزګرانو په ژوند کی د ښه والی راوستل د چين د بيلا بيلو ځايونو د حکومتونو يوه مهم دنده ده او د ټولنی د پاملرنی وړ موضوع ده .د چين حکومت د دوی د ژوند د سويی د لوړوالی لپاره څه تدبيرونه نيولی دی او په دی برخه کی څه برياليتوبونه تر لاسه شوی دی .په نننی پروګرام کی به تاسو ته د دغه حالت په باب معلومات وړاندی کړو.

د چين د شمال ختيځ د ليو نينګ ولايت دا ليان ښار يو ښکلی ساحلی ښار دی .څو کاله دمخه د چين د هه نان يو بزګر لو چوانګ يوانګ د کار کولو دپاره دغه ښار ته لاړ .د سږ کال په پيل کی د کار کولو په بهير کی د ده ښی پښه د فولاری سيخ د وهلو له امله ما ته او پری شوه خو استخداموونکی ونه غوښتل چی هغه ته د درملو جبران ور کړي.خو ور پسی د کارګرو ټولنی له هغه سره مرسته وکړه .لو چوانګ يوانګ وويل چی (اواز................)زه په خپله دغه مسئله نه شم حل کولی ،نو د کارګرو ټولنی له خوا په مرستی دغه مسئله ښه حل شوهاو په پای کی يی ما ته ٦٠ زره ژن مين بی يوانه جبران راکړ.

اوس ور ته مصنوعی پښه نصبه شوی او د ده نوی ژوند بيا پيل شوی دی .د کرهڼی او د ونو د نيالګيو د ايښودلو له بهير څخه ګټی اخيستلو پرته هره مياشت امدادی پيسی هم تر لاسه کولی شی .په چين کی د ښاری کيدو بهير د چټکتيا له امله د هغو بزګرانو شمير چی د لو چوانګ يانګ په شان د مزدوری لپاره ښار ته تللی ١٢٠ مليونو تنو ته رسيدلی دی .ښايی چی دوی په ښار کی له ډول ډول ستونزو سره مخامخ وی مثلا د ټپی کيدو پيښی کله کله رامنځ ته کيږی يا په وخت معاش نه شی تر لاه کولی .د دغو مسئلو د حل لپاره په وروستيو دوو کلونو کی د چين دولتی شورا اړوند سندونه خپاره کړل او د بيلا بيلو ولايتونو او ښارونو په کچه يی بزګرانو ته د معاش د بيرته ور کولو کاری ټيمونه جوړ کړی دی د استخدام شو يو بزګرانو د بيلا بيلو حقوقو د تامين تر څنګ د هغو بزګرانو ژوند چی په خپلو ټاټونيو کی پاتی دی هم ښه والی موندلی دی .د چينګ شان جون کور د لو چوانګ يونګ له کوره ليری نه دی .٤٠ کلن چينګ شان جون خبريال ته وويل چی د ده په کور کی ٥ غړی او 0.4 هکتاره مخکی شته .سږ کال د غلودانو له کرلو څخه اخيستل شوی عايدات پنځه شپږ زره ژن مين بی يوانو ته رسيدلی دی او دغه راز په ښار کی د ده کشر ورور د مزدوری معاش هم ډير دی نو کلنی عايدات يی زيات دی .برسيره پردی هغه خبريال ته وويل چی تير کال د هه نان ولايت بزګرانو لپاره يو ښه حاصل لرونکی کار و ځکه چی د روان کال په پيل کی د کوهڼی ماليات له منځه يووړل شول .هغه وويل چی پخوا د هر تن کلنی کرنيز ماليات ٢٠٠ ژن مين بی و ،خو د دغو مالياتو د لغوه کيدو وروسته دد هد کور لپاره ١٤٠٠ ژن مين بی يوانه سپميږی .

اوس د چين له ٣٠ ولايتونو څخه ٢٦ ولايتونو اعلان کړی چی کرنيز ماليات پکی لغوه شوی دی .نو په دی توګه ټول حاصلات له بزګرانو سره اړه لری چی دا د بزګرانو د خوښی وړ کار دی .تر راتلونکی کال پوری به د چين په ټولو سيمو کی د کرهڼ ماليات لغوه شی او د بزګرانو ژوند نور هم ښه شی .

د معلوماتو له مخی به چين په کليو کی د همکاری د نوی روغتيايی نظام څخه ګټی اخيستونکو بزګرانو شمير لازيات شی .تر ٢٠١٠ کاله پوری به دغه نظام په ټول هېواد کی پلی شی .د چين د بزګرانو ژوند ورځ په ورځ په کيږی .په وروستيو ورځو کی د چين د کلنی اقتصاد په کاری غونډه کی د چين حکومت دا پريکړه وکړه چی له کرنی څخه نور پياوړی ملاتړ وکړي او په دی توګه به د بزګرانو عايدات په مسلسله توګه زيات شی او د بزګرانو بيلا بيل حقوق به په پوره توګه تامين شی .