<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-14 18:56:44    
فرمايش

cri

ګرانو اورېدونکو، په نننی خپرونه کی به تاسو ته په مداومه توګه د نوی کال په باب معلومات واورې.

په چين کی ځينی قومونه، نيپال ، هند او داسی نورو سيمو کی ځينی اوسيدونکی د نوی کال رارسيدل د کال په مختلفو وختونو کی نمانځی او ور ته ځانګړی جشن وايی : نوی کال مو مبارک شه

چه هره ورځ يی د خوشحالی جوړوی محفلونه. ( سندره )

د نوی کال او نويو عادتونو خبره چه راغله اوس به وګورو چه د نړۍ ځينی خلک کوم په زړه پوری عادتونه لری . د ختيځ خلک د مخ مچول د دوستی او مينی نښه ګڼی، خو په اروپا کی يوازی ميرمنی په ځينو ميلمستياوو لکه ودونو کی د يو او بل مخ مچ کوی. خو اروپايان معمولاً د خپلی دوستی اظهار په لاس ورکولو سره څرګندوی. د استراليا د ساحلی سيموی خلک د خپلی دوستی د څرګندولو لپاره ګلان له ځانه سره وړی. کله چه خپل نژدی ملګری او دوستان ووينی ، نو ګلان ور باندی شيندی . د افريقا ځينی بوهی خلک چه د خپلو دوستانو سره مخامخ کيږی ، نو د مخ د چيچلو په ترڅ کی ورته خپله مينه څرګندوی او دا کار د دوی د دوستی نښه ګڼل کيږی او د افريقا د ځينو قبيلو خلک بيا د خپلی مينی او درناوی څرګندول پر يو او بل باندی د اوبو په شندلو سره څرګندوی. دغه شان نور قبايل يی د خپل دوست او ملګری پوره ټينګه نيسی او د فشار په راوړلو سره ورته درناوی څرګندوی.