<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-14 19:11:59    
د روغتيا د ساتنې له پاره ګټورې ميوې

cri

د اړوندې څيړنې له مخې مڼې د انسان د روغتيا له پاره ډير ګټوره ميوه ده ٠ لومړي مڼې خوړل د ستړتيا د مخنيوي له پاره رول لري ٠ د څيړنې سره سم د زړو کسانو د بدن بيلا بيل جهازونه ضعيف او د غذايت د اخيستلو لياقت کمزور شوي ، نو په بدن کې يي ډير اسيد مواد پاتي شوي او د بدن د ډير ستړتيا سبب شوي دي ٠ خو په منې کې د ميوي اسيد مواد دي چه داه ډول مواد نوموړي اسيد مواد ليري کولي شي چه په نتيجه کې د بدن ستړتيا مخنيوي کيږي او حتي ستړتيا ژر ورک شي ٠ دوهم له دي امله چه په مڼې کې د ميوي اسيد او ډير ويتامين يي او سي موجود دي ، نو که تل مڼې وخوري ، په بدن کې اضافي غوړي تجزيه شي او د بدن چاغوالي مخنيوي کيږي چه په نتيجه کې به د زړه تار سپک شي ٠ دريم مڼې د ژر زړښت مخنيوي کيږي ٠ په مڼې کې موجود شوي د ميوي اسيد او بيلا بيل ويتامينونه د انسان د پوستکې د وچوالي او ګونجې د رامنځته کيدو مخنيوي کولي شي ٠ څلورم مڼې د وينې د لوړ فشار ناروغۍ مخنيوي او علاج کيږي ٠ يو شمير خلک له دي امله چه د زيات مالګه لرونکو خوراکونو د خوړلو عادت لري ، نو د دوي له پاره د لوړ فشار په ناروغۍ کې د اخته کيدو ميزان ډير لوړ دي ٠ خو په مڼې کې د ميوي اسيد او پتاسيم موجود دي چه دغه ډول مواد د مالګې د هضمې او له بدن څخه د ايستلو له پاره ډيره ګټه لري ٠ نو ځکه مڼې په موثره توګه د لوړ فشار مخنيوي کيږي ٠ پنځم مڼې د سرطان د مخنيوي رول لري ٠ په مڼې کې ډير سلولز او ويتامين سي موجود دي چه د دغو موادو له لارې د هضمې سيستم طاقت پياوړي کوي او په عين وخت کې له کولمو څخه په بدن کې د پاتي شويو زهرجن مواو د باندې ايستنه پر مخبوزي ٠

د مڼې نه پرته مالټه د انسان د روغتيا د ساتنې له پاره يو ډول ګټوره ميوه هم ده ٠ مالټه يوه خونوره او نارنج ته ور ته ميوه ده چه يوه زياته اندازه ويتمامين بي او سي او زيات معدني مواد لري ٠ د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې دغسي ميوې ډير ي پيدا کيږي ٠ مالټه ډول ډول ويتامينونه لري ، په تيره بيا د سي ويتامين او زتاتره کاني مواد يي د پام وړ وي ٠ مالټه د کلسيمو ، فلسفورو ، وسپنې او د سي او دي په څير ويتامينونو او کاني موادو په درلودلو سره د هډوکو د ودې او د غاښونو د ټينګښت او پياوړتيا له پاره خورا ګټوره ميوه ده ٠ هندارنګه مالټه د پروتينو او قند په درلودلو سره يوه ګټوره پياوړي کوونکي ميوه هم ده چه د بدن د عمومي پياوړتيا له پاره تري کار اخيستل کيږي ٠ د مالټو په اوبو کې د کاني موادو په تيره د پوتاسيم شتون د متيازو د زياتوالي سبب ګرزي او پر دي سيله په بدن کې زهري مواد له بدن څخه راوځي او خوښي او تازه والي رامنځته کوي ٠ له قبضيت سره د مبارزۍ خورا غوره او طبيعي لاره له يوې تر دوو پيالو پوري د مالټو د ناوبو څښل دي ٠ مالټه وينه قوليايي کوي او د بدن له دستګاه سره د وينې د اسيدو د زياتوالي پر خلاف مرسته کوي ٠ همداشان د مالټې اوبه د هغو له پاره چه له ناروغۍ څخه مخ پر ښه کيدو دي ، زياته ګټه لري او که چيري مالټه بخه کړي او توده يي د بدن پر ټپ کيږدۍ او يا يي ور پوري وموښۍ ټپ به ډير ژر جو شي ٠