<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-15 18:12:05    
د چين د شانګهای د ولسی هنری ډلې له خوا غږول شوی بهرنې نغمې

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنی موسيقی په دی پروګرام کی به د چين د شانګهای د ولسی هنری ډلی له خوا غږول شوی بهرنې نغمې تاسو ته وړاندی کړو٠اوس به مونږ په ګډه سره د شولو نيالګيو د ايښودلو په نامه يوه ايرانی نغمه واوری چه له زړه راوړونکي او دوامدار أهنګ څخه ډکه ده

( نغمه ١)

د شانګهای د ولسی هنری ډله په چين کې لومړني لويه ولسي هنري ډله ده چه په ١٩٥٢ کال کی جوړه شوه او د ٥٠ کلونو راهيسې يي ډېری مشهوری چيني او بهرني نغمی اوريدونکو ته وړاندي کړيدي چه ځينې نغمې يي د شانګهای د پسرلي او د شانګهای د هنری فيستوال په شمول په لويو هنری جشنونو کی جايزې اخيستي دي او په بهرنيو هيوادونو کی دغې ډلې هم ښه شهرت موندلی دی٠ دغه هنری ډله هم زيات شمير بهرني نغمی د چيني موسيقي الاتو د غږولو د ځانګړتياووسره سم بدلې او اصلاح کړی او د بهرنيانو ډيرې ستاينی يي ترلاسه کړی دی٠ اوس به مونږ په ګډه سره د دې ډلې د هنرمندانو له خوا غږول شوی يوه خوندوره سودانې نغمه واوری چه نوم يي ښکلې نڅا دی .

( نغمه ٢)

ګرانو اوريدونکو ، اوس به مونږ په ګډه سره د اندونيزيا د ولسی سندرې سره سم بدله شوی نغمه واوری چی نوم ئی ستوری دی٠

( نغمه ٣ )

دغه نغمه د بادامک قوم د کب نيونکو د هغه ژوند څرګندونه ده چه دوي د بيړيو په چلولو سره غږ وهي . له بدلې شوې نغمې څخه دا منظره اوريدل يا ليدل کيږي چه کب نيونکي بيړۍ په سږمو کې پرمخ ځي او هلکان مينه غواړي .

ګرانو اوريدونکو ، د پورتنی نغمی په اوريدو سره چينی او خارجی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ شپه مو په خير٠