<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-15 18:26:46    
د انسان وجود په باب په زړه پورې معلومات

cri

له خولې څخه د اټسکي کولو سرعت په منځني ډول په ساعت کی يو سلو شپيته کيلومتره دی او ناشوني کار دا دی کله چی د اټسکي وهلو په وخت کي سترګې خلاصيږي٠ پوزه او غوږونه د لوييدو په حال کی وي، خو سرعت يی ډير ورووی او نشي ليدل کيدای٠ د مسکا په وخت کې اوولس عضلی او د وريځيو پورته ښکته کيدو په وخت کې دري څلويښت عضلی استعماليږي٠ د انسان په وجود کې دوه سوه شپږ هډوکي شته او يو په څلورمه برخه هډوکي يي په پښو کي دي٠ د انسان د مغز وزن د ټول وجود د وزن نه په سلو کي دوه برخه نيسی ، خو د مغز له خوا مصرف شوي هيدروجن د ټول وجود له خوا د مصرف شوي هيدروجن نه په سلو کی پنځه ويشت برخه نيسي او د پښتورګي او زړه له خوا مصرف شوي هيدروجن په جلاجلا توګه په سلو کي دوولس او دوه برخه نيسي٠ د نورو موادو په نسبت سمندري اوبه د انسان د وينو د کيمياوي عناصرو سره ډېرې مشابه دي٠ د انسان ژبه مزه حسوي چی د ژبې وروستي برخه د تريو مزه او منځني برخه يي مالګينه مزه او مخکيني برخه يي شيرينه مزه حسوي٠ د انسان په مغز کی په سلو کي اتيا برخه اوبه دي او په وينو کي د شامل شويو اوبو نه هم زياتې دي٠ د ښځې د زړه ټکانونه د سړي نه زيات دي٠ د انسان د بيديدو وخت بيل دی چی د ماشوم لپاره هره ورځ اته نهه ساعته او د بوډاګانو لپاره يوازي له څلورو نه تر شپږو ساعتو پورې دی٠ هره ورځ د هر تن په خوله کي يو ليتر لاړي پيدا کيږي، جګر يو ډوله غده ده، نه جهاز٠ که يو حلزوني صدف ستا غوږ ته نژدې کيښودل شي، هغه اواز چی اوريدل کيږي ستا په غوږ کي د وينو د جريان د غږ انعکاس٠ د هر تن په ټول عمر کې د لاس د بند د خوځندو شمير پنځه ويشت مليونو ځلو ته رسيږی٠ د انسان سترګې ډېرې حساسې دي، په هغه شپه کې چی سپوږمۍ نه وي، که څوک د غره په څوکه ولاړ وي، په سترګو د اتيا کيلو مترو په واټن د شمعې رڼا ليدلي شي٠

هر څوک د ښادۍ يا رنځ په وخت کې اوښکي بهوی ٠ خو مونږ ولی اوښکي بهوو او اوښکي څه رول لری؟ سره له دې چی د اوښکو بهيدو اساسي رول د سترګو ساتل دی ٠ اوښکي د يو ډول مايع ترشح ده او په سلو کی نهه نوي برخه اوبه دي، اوښکي د سترګو په پاسني برخه د دوو غدو څخه راځي او د سترګو د رپولو په جريان کې د سترګو د پاسني بافتې او قرنيې د لوندولو رول لری٠ د انسان اوښکي په درو ډولو ويشل کيږي چی لومړي د سترګو د رپولو په وخت کي رامنځته کيږي چی عمده ترکيبات يي مالګه او د ميکروب په ضد مواد دي، دغه ډول اوښکې مونږ عمومأ نه شو حسولی او الوتونکي مرغان، تې لرونکي، خاکي او أبي ژوي او خزندې ټول دغه ډوله مايع ترشحولی شي٠ دوهمه ډوله اوښکې خاص بيولوژيکي رول لوبوي او د شرطي عکس العمل له امله رامنځته کيږي چی مقصد د دود، پودر، ککړو اوبو او نورو کوچنيو شيانو د ننوتلو مخه نيول دي٠ دغه ډوله اوښکې نشي کنتروليدی ځکه چی دغه ډوله اوښکي د بهرني تحريک په وړاندی ځواب دی٠ دريمه ډوله اوښکي د هيجان له امله رابهيږي او يوازي انسان د هيجان له امله يعني د غم ، ويرې، خوشحالۍ او همدردي په وخت کي بي اختياره اوښکي بهوی٠ که څه هم مونږ پوهيږو چی دغه ډوله اوښکي هيڅ بيولوژيکي رول نه لري او يوازي د يو ډول روانې حالت څرګندوی دی، خو د عالمانو په اند د دې پوښتنې ځواب لا تر اوسه ندي رامنځته شوی چی انسان ولي ژاړي؟ د دې پوښتني لومړي ځواب د مشهور انګريزي عالم دروين له خوا وشو او د ده په نظر ماشوم د مرستې اخيستلو لپاره ژاړي٠ يوه اطريشي عالم وويد سيګموند چی خاص د اوښکو په څيړنه بوخت و، دا نظر درلود چی ژړل د احساساتو د خوشی کولو رول لري، دغه توضيح وروسته تصديق شويده٠ لنډه دا چی ژړل د خبري کولو په شان د انسان د احساساتو د څرګندولو يو ډول طرز دی او د احساساتو د خوشي کيدو نه وروسته روحاني روانی ارامتيا رامنځته کيږي٠