<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-16 11:15:41    
په ترکيه کی يوه ناروغه نجلۍ مړه شوه چه د مرغانو د انفلونزا په ناروغی د اخته کيدو شک پرې کيده

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د ترکيی د روغتيا وزارت د جنوری په پنځلسمه نېټه اعلان وکړ چه يوه ناروغه نجلۍ په همدې ورځ مړه شوه چه د مرغانو د انفلونزا په ناروغی د اخته کيدو شک پری کيده ٠

د ترکيی د روغتيا وزارت له اعلاميی سره سم دغه ناروغه يوه دوولس کلنه نجلی وه چه د وان د ولايت په يو روغتون کی مړه شوه او د هغی يو پنځه کلن ورور هم د سختی ناروغی په حال کی دی ٠

د روانی مياشتی په لومړی نېټه ترکيې اعلان وکړ چه د مرغانو د انفلونزا د خپريدو حالات رامنځته شوی او ور پسی دغه سارې ناروغی په ټول هېواد کی خپره شوی ده ٠ د جنوری تر پنځلسمی نېټی پوری په ترکيی کی ١٩ تنه د مرغانو د انفلونزا په ويروس اخته شوی او له دوی څخه تر اوسه دری تنه مړه شوی دی ٠