<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-16 15:53:07    
په خارجی هېوادونو کی د يوو تونګ په نامه د مسافر وړونکو بسونو محدود شرکت پرمختګ موندلی دی

cri

٢٠٠٦ کال به د چين د ځنګ جاو د يوو تونګ په نامه د مسافر وړونکی بسونو محدود شرکت ١٠٠ لوی بسونه امريکی ته صادر کړې .په چين کی د بسونو د لوی توليدونکی شرکت په توګه د يوو تونګ په سيالی کی د خپلو بسوننو د کيفيت د لوړوالی او په نهرنيو هېوادونو کی د خپلو توليداتو د برخی د پراخوالی دپاره هڅه کړی او کوی يی .

لس کاله دمخه دغه شرکت يوازی د موټر جوړولو کوچنی فابريکه وه او يوازی د لسونه زيات معمولی بسونه يی توليدول .خو د دغه شرکت د ټولو کارکوونکو په کوششونو سره د دوی له خوا توليد شوی مسافر وړونکی بسونه د روسيی ،مصر ايران کوبا او امريکی په شمول ٣٠ هېوادونو او سيمو ته صادريږی .

د امريکی بازار ته د خپلو بسونو صادرات مشکل کار دی .له دی نه وروسته چی له امريکی څخه سفارش راغلی دی ،د شرکت کارکوونکو تر هر څه لومړی د امريکی د ترانسپورت وزارت له خوا د جوړ شو يو اړوندو قوانينو او تخنيکی معيارونو په څيړنی پيل وکړ .د يوو تونګ شرکت په اړه د امريکايی سيمو د چارو مسؤل جانګ ياو وو په دی هکله وويل (اواز..................) لومړی مونږ بايد د امريکی په اړوندو مقرراتو ښه پوه شو او د توليداتو د ډيزاين په ترڅ کی دی دغه مقررات تر نظر لاندی ونيسو.

برسيره پر دی دغه شرکت د ډيزاين په برخه کی هم د امريکايانو په عادتونو ښه فکر وکړ.٢٨ کلن انجينير جو يونګ شنګ د بسونو د ډيزاين په بهير کی ګډون وکړ.

(اواز....................) هغه وويل چی امريکا د مسافرينو امنيت د تامين دپاره غوښتنی لری ،نو مونږ بايد د کړکيو او چوکيو د ډيزاين په وخت کی څه بدلون وکړو.

د يوو تونګ شرکت نه يوازی په امريکی کی فرمايش تر لاسه کړی دی بلکه نورو هېوادونو ته يی هم خپل بسونه صادر کړی دی .په ٢٠٠٥ کال کی د دغه شرکت له خوا جوړ شوی ٤٠٠ بسونه کيوبا ته صادر کړی چی د همدی کال په لومړی نيمايی کی د دغه شرکت د صادر شو يو بسونو ارزښت ٣٧ مليونو امريکايی دالرو ته رسيدلی چی د ٢٠٠٤ کال د همدی مودی په نسبت ٧ چنده زيات شوی دی .اوس دغه شرکت په اسيا کی د بسونو لومړنی لويه توليدی اډه ده .د هه نان ولايت د موټر توليدولو د ټولنی سرمنشی ليو شيا مينګ د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل په خارجی هېوادونو کی د يوو تونګ شرکت ځکه برياليتوب تر لاسه کړی دی ،علت يی دا دې چی دوی تر زياته حده پوری عصری تکنالوژی کارولی ده .

د عصری تکنالوژی د استعمالولو له برکته د دغه شرکت د بسونو کيفيت لازيات لوړ شوی دی .د دغه شرکت د منځنی ختيځ د چارو مسئول لی شو وی د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل چی د توليداتو ښه کيفي په منځنی ختيځ کی د يوو تونګ شرکت د برياليتوب يو مهم علت دی .په ايران کی د دغه شرکت د لارو چارو د يادونی په ترڅ کی هغه وويل (اواز...................)د ايران حکومت په خپل هېواد کی د زړو بسونو پرځای د نويو بسونو د کارولو په پلان پيل کړی دی او د نويوبسونو د اخيستلو لپاره يی په ٢٠٠٥ کال کی چين ته دوه پلاوی ور ليږلی دی چی په نتيجه کی يی د يوو تونګ شرکت سره د ١٠٠٠ بسونو د اخيستلو قرارداد لاسليک کړی دی .

اوس دغه شرکت لياقت لری چی هر کال ١٨ زره بسونه توليديږی .د دغه شرکت هدف

دا دی چی د ٥ يا ٧ کلونو د کوششونو نه وروست به د دوی د بسونو د پلورلو ارزښت ٣٠ ملياردو ژن مين بی يوانو ته رسږی او په نړۍ کی به د بسونو توليدولو په برخه کی پنځم لوی شرکت وګرځی .

ګرانو اوريدونکو،زمونږ نننی پروګرام پای ته ورسيد.خوشحاله اوسی .