<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-16 15:59:33    
د چرګانو او مرغانو د انفلونزا د وقايی او تداوی په باب معلومات

cri

ګرانواوريدونکو، له تير يوکال راهيسی د چين په شمول د نړۍ په يو شمير هيوادونو او سيمو کی د چرګانو او مرغانو د انفلونزا ناروغی خپريدل کشف شوی دی . ځينو اوريدونکوهم په خپلو راليږلو ليکونو کی په همدی اړه خپلې انديښنی څرګندی کړې دی . د پروګرام په دی برخه کی به تاسو ته د چرګانو او مرغانو د انفلونزا د ساری ناروغۍ په باب څه معلومات درکړو .

د چرګانو او مرغانو انفلونزا د کورنيو او وحشی مرغانو تر منځ د اې ( A) ډوله انفلونزا د ويروس لخوا راپيدا شوی يوه ساری ناروغی ګڼل کيږی . که د دغه ډول ساری ناروغۍ ويروس د چا بدن ته ورسيږی ، نو لږ تر لږه به هغه د تنفس او هاضمی په جهازونو کی ستونزی رامنځ ته شی او د يوسخت ناروغ په بدن کی به د وينو توئيدنی زيات ټکی او څاڅکی ښکاره او د وينو په ناروغۍ اخته شی چه په نتيجه کی د دغسی ناروغانو د مړينی احتمالونه زيات دي .

نن سبا د چين په شمول په زياتو هيوادونو کی د چرګانو او مرغانو انفلونزا د وينو د H5N1 ډوله سرم له امله رانتځه ته شوی ده ، له دی امله چه په دغه ډول ناروغۍ د اخته کيدو او د مړينی انډول لوړ دی ، نو خلکو ته ډير ستر زيانونه او تاوانونه رسيدلی دی .

په بدن کی د چرګانو د انفلونزا د ويروس د پټ موجوديت موده له څو ساعتو نه تر څو ورځو پوری رسيږی ، حتی له ٢١ ورځو نه وروسته هم ستونزی او ناروغی ښکاريږی .

د مرغانو انفلونزا د ناروغو او روغو چرګانو او مرغانو ترمنځ د مستقيم تماس او ددغی ناروغۍ په ويروس له ککړشويو څيزونو ترمنځ د غير مستقيم تماس له لاری سرايت کوی . د دغې انفلونزا ويروس د ناروغو چرګانو او مرغانو د هاضمی او تنفس په سيستم او د بدنونو په نورو برخو کی موجود دی او ويروسونه يی د سترګو ، پوزو او خولو له اوبو او فضله موادو سره خپريږی .

که د چرګانو او نورو مرغانو د روزلو په فارم کی د دغه ډول انفلونزا ويروس سرايت کوی ، نو په لنډ وخت کی به وليدل شی چه ناروغ چرګان يا مرغان د دانو او اوبو له خوړلو نه ډډه کوی ، بدنی تودوخی يی ډيره اوچتيږی او ژوندی انرژی يی له منځه ځی ، دغه راز په ډله يز ډول مړی .

که څه هم د کال په څلورو فصلونو کی د چرګانو او مرغانو د خطرناکی انفلونزا د سرايت امکان موجود دی ، خو د ژمی او پسرلی په دوو فصلونو کی ډيرزيات پيښيږی او عمده علتونه يی دا دي چه لومړی ، دغه ډول ويروس له تودوخی سره حساسيت لری ، نو له دی امله د چاپيريال د تودوخی د لوړتيا په ترڅ کی د ويروس د ژوند وخت لنډيږی . دغه راز د دوبی او منی په دوو فصلونو کی لمر تيز وی او د لمر له بنفش تېری وړانګی د ويروس په وژلو کی ستر رول لری . دوهم ، د دوبی او منی په ورځو کی د چرګانو د روزلو د ځايونو د هوا چليدو شرايط د ژمی او پسرلی په پرتله ښه دی او د هوا ښه چليدل د دغو ځايونو ويروسونه کمولای شی او د چرګانو په بدنونو کی د ناروغيو په ضد د مقاومت ساتلو لپاره مهم ارزښت لری .

اوس پوښتنه دا ده چه خلک به څنګ د چرګانو او مرغانو د انفلونزا مخه ونيسی ؟ د دغه ډول ساری ناروغۍ د وقايی او درملنی لپاره بايد له يولړ اقداماتو څخه کار واخيستل شی . مثلأ د چرګانو د روزلو فارمونه بايد د

وګړو د اوسيدو له سيمو ، بازارونو ، مهمو ترافيکی لارو ، د حيواناتو د زيږولو په اړه له ځايونو او اړوندو تاسيساتو څخه ليری پراته وی . بايد له هغو سيمو څخه چه د دغه ډول انفلونزا سرايت پکی دوام لری ، هګی او مورنی چرګان او مورنی مرغان وانه خيستل شی . بايد د انفلونزا د سرايت په سيمو کی د اړوندو موټرونو او لاريو ، د فارمونو شاوخوا سيمو او سامان الاتو ، د اړوندو کارکوونکو کاليو ، خوليو او بوتانو ميکروبونه ووژل شی . بايد په پوره توګه له کورنيو چرګانو سره د نورو مرغانو د تماسونو مخنيوی وشی . د چرګانو او مرغانو د روزلو فارمونو ته بايد دکارکوونکو د ننوتلو او وتلو لپاره ځانګړی لارې پرانستل شی . بايد د کارکوونکو د ساتنی سامان الات او نور شيان په جدی ډول ومينځل او ميکروبونه يی ووژل شی او بايد له بهر نه د چرګانو او مرغانو د روزلو ځايونو ته د راغلو خلکو له ننوتلو يا ليدنی کتنې څخه ډډه وشی . دغه راز په هغو سيمو کی چه د چرګانو د انفلونزا د سختی ساری ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دی ، بايد د بيطرانو او صحی سازمانونو په علمی لارښوونه ټولو روغو چرګانو او مرغانو ته د دغه ډول ساری ناروغۍ په ضد واکسينونه وکړی شی او په ټاکلی وخت کی دی د وينو سرم له علمی څارنی او څيړنی سره سم وشی چی د چرګانو د انفلونزا په ضد د واکسينونو اغيزمنتيا وساتل شی .

ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو د چرګانو او مرغانو د انفلونزا د وقايی او درملنی په باب څه معلومات واوريدل .