<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-16 16:41:39    
د چين د حکومتی ادارو کمپيوتری شبکه پرانيتسل شوه

cri

د جنوری په لومړی نېټه په صفر بجی د چين د حکومتی ادارو کمپيوتری شبکه په رسمی توګه پرانيستل شوه چه دغه ګام د بيلا بيلو ټولنو د مثبت  غبرګون سبب دی.

د کوچنې نړيوال کلی په نامه انترنيټ استعمالونکی د شين هوا په شبکه کی ليکی چه د انترنيټ په برکته ، نړۍ کوچنی شويده. د چين د حکومتی ادارو کمپيوتری شبکه هم د حکومت او خلکو تر منځ فاصله او توپير کم شويدی.

دغه ډول تبصرې ډېری زياتې دي. د حکومتی شبکی عمومی مزير او د سين هوا شبکی لومړنی مشر ښاغلی جو شی شنګ خبريالانو ته وويل چه د ازمويښتی پرانستنې څخه تر اوسه پوری حکومتی شبکی د ټولنی ډېره ستاينه او لوړه قدردانی وګټله . په انترنيټ کی د دې شبکې په هکله د تحقيقاتی نتيجی له مخی، له يو سلو دېرش زرو منونکو څخه په سلو کی دری نوی برخې انترنيټ استعالونکی رضامند دي.

په دغه حکومتی شبکه کی دولتی شورا او د ده په اړه بيلا بيل ارګانونه او د بېلا بېلو ولايتونو او ښارونو حکومتونه اداري چاری خپروی او خدمتونه برابروی. په دغه شبکه کی د اداری چارو د معلوماتو، خدمتونو او تبادلې په شمول برخې ليدل کيږی چه په انګليسی ژبی ترجمه شوې برخه په ځانګری توګه په چين کی د سوداګری او سيلانی لپاره راغلو بهرنيو ته خدمت کوی.

يو ماستر چه ژر به فارغ شی، په خپل برېښنا ليک کی وويل چه په حکومتی شبکی کی د استخدام په باب د معلوماتو له مخی، د کارکوونکو بنسټيز حقوق او دندې می معلوم کړيدی چه د کار بهير د خپل حق د ساتلو بهير هم دی. له دې څخه څرګنديږی چه چين د خلکو خدمت د عملی کېدو په حال کی دي.

ښاغلی جو شی شنګ زياته کړه څرنګه چه حکومتی شبکه وختی ، بشپړ او د اعتماد وړ خبرونه او معلومات برابروی او له انترنيټ استعالونکو سره ډول ډول تبادلی کوی، د دې شبکی ځای او حيشيت ډېر لوړ شويدی. د شبکو د ادارو په هکله د امريکی د صلاحيت لرونکی ارګان د احصايی له مخی، په نړۍ کی په دوولسو مليونو شبکو کی، د چين د حکومتی شبکی د اسعتمالونکو شمېر يوازی د کانادا له حکومتی شبکی نه وروسته او دوهم ځای نيسی.

د شنه غره په نامه انترنيټ استعمالونکی وويل چه هيله ده حکومتی شبکه د هېواد د ادارې د لارښوونې رول ولوبوی.

انترنيټ استعمالونکو د حکومتی شبکی د ډېرو ځانګړو عملياتو په نسبت ډېر حيران او ټکان څرګند کړ. ځکه چه په حکومتی شبکه کی د ګوند د مرکزی کميټی غونډه او د دولتی شورا دری ځله ټيلويزيونی او ټيلفونی غونډې په مستقيمه توګه خپرې شويدي. يو انترنيټ استعمالونکی د ايدز ناروغی د وقايی او علاج په باب د چين د صدراعظم د مرستيالی وو يی د وينا د اورېدو نه وروسته ، وويل چه د وو يی وينا له حقيقيتونو سره سمون خوری او له مسئلو څخه يی ډډه و نه کړه ، په دې توګه يی خلکو ته د خپلو دندو د په غاړه اخيستلو په هکله د حکومت مسئولانه رويه څرګنده شويده.

علاوه پر دې، په حکومتی شبکه کی د ٢٠٠٠ کال راهيسی د دولتی شورا څه دپاسه دوه سوه اعلامونه فرمانونه او سندونه هم ليدل کيږی .