<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-17 13:37:15    
د چين لوبغاړی په سږنيو بيلا بيلو مسابقو کی د برياليتوبونو د لاس ته راوړلو لپاره کوشش کوی

cri

په اړه چه د روان کال په پيل کی به د ايتاليی په دورينو ښار کې د اولمپيک ژمنی سپورتی لوبې او د کال په پای کې د دوحی أسيايی لوبی تر سره شي ،اوس د چين لوبغاړی په خپلو تمريناتو بوخت دي چه په دغو لوبو کی ښه برياليتوبونه لاس ته راوړي ٠ سر بيره پر دې دوي د نورو ډولونو په مسابقو کی هم د ښه موفقيتونه د ګټلو لپاره کوشش کوی ٠

د اولمپيک د شلمې دورې ژمنی سپورتی لوبې چه د فبروری له لسمی نېټی څخه تر شپږويشتمی نېټی پوری به د ايتاليی په دورينو کی تر سره شي ، د چينی لوبغاړو لپاره لومړی ازموينه ده ٠ که څه هم ددوي مهارتونه د المان ، روسيی او ناروی په شمول د ځينو هېوادونو څخه وروسته پاتې دي ، خو په وروستيو کلونو کې يي څرګند پرمختګ کړی ٠ دوی هيله لری چه په دورينو کې د پخوا په پرتله نور ښه موفقيتونه تر لاسه کړي ٠ په لنډه واټن کی د يخ بازی نه پرته چينی لوبغاړی په نورو زياتو ډولونو مسابقو کی هم د طلايی مدالونو د ګټلو توان لری ، نو دوی باور لری چه په دورينو کی بری ومومي ٠ لوبغاړی جاو هونګ بو د تير کال د اګيست په مياشت کی د روزنې په بهير کې ټپی شو او په نوامبر کی يې بيا په روزنه پيل وکړ او ټينګه اراده يي څرګنده کړه چه په راتلونکو لوبو کې طلايي ميډال تر لاسه کړي ٠ لږه موده د مخه هغه زمونږ له خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل اوس مونږ د ژمنيو سپورتي لوبو د تياريو لپاره کوشش کوو ، ځکه چه د ټپی کيدو

له امله می د اوږدی مودی په روزنی کی ګډون و نه کړ ، نو په دې لوبو کی د چين د

نندارچيانو د رضايت لپاره تر وسی پوری کوشش کوو ٠

د اپريل او می په مياشتو کی به د پينګ پانګ او بدمنتون لوبی به تر سره شي ٠ چينی لوبغاړی په دغه لوبو کی ښيګڼې لری ، نو باور دی چه دوی به حتمأ ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي ٠

خو د اټن د اولمپيک سپورتی لوبو په پرتله چينی لوبغاړی د دغو ډولونو مسابقو لپاره کوشش وکړي چه د مهارت له پلوه تفوق يي نه لری ، مثلأ لامبو وهل او اتلتيک ٠ د سپتمبر په شپاړلسمه نېټه به په اټن کې د اتلاتيک نړيواله اتلولی د چيني لوبغاړو لپاره د تجربو راغونډولولپاره ښه فرصت برابر کړي ٠ په هغه وخت کی د تيری دوری په سپورتی لوبو کی د خنډونو په وړاندی د يو سلو لسو مترو په فاصله د نارينه ؤ د ځغاستی په لوبه کی قهرمان ليو شينګ او په دې لوبو کی به د لسو زرو مترو په ماراتون کې ځينی نوی لوبغاړی د أسيا په استازيتوب په دغه مسابقه کی برخه واخلي ٠ د چين د اتلتيک ټيم عمومی روزونکی فنګ شو يونګ زمونږ خبريال ته وويل په دغه مسابقه کی ګډون کوونکی ټيمونه د مختلفو لويو وچو لخوا ټاکل کيږي ٠ د چين شلو لوبغاړو په تير کال کی د أسيا د اتلولی نه وروسته په دی لوبی کی د ګډون کولو حق تر لاسه کړ ٠ سږني مسابقه به د چيني لوبغاړو لپاره لومړی لويه مسابقه وی ، زما په نظر دغه مسابقه به د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د چين د لوبغاړو لپاره ښه تمرينونه وي ٠

د سږ کال د ديسمبر له دوولسمې نېټی څخه تر پنځلسمې نېټی پوری به د پنځلسمی دوری د أسيا سپورتی لوبې د قطر په پلازمينه دوحا کی تر سره شي ٠ د چين سپورتی پلاوی د پر له پسې شپږو دورو په لوبو کی د طلايی مډالونو د شمير له نظر لومړی

ځای نيولی دی ٠ د چين د اولمپيک سپورتی لوبو کمېټه دغه لوبې ته زياته پاملرنه او اهميت ورکوی ، نو برخه وال لوبغاړي به له هغو غښتلو لوبغاړو څخه وټاکل شي چه د بيجينګ د اولمپيک په لوبو کی ګډون کوي ٠ د دغه کمېټی مرستيال چوی دا لين څو ورځی د مخه وويل أسيايی سپورتی لوبې جامع لوبې دي او مونږ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتی لوبو نه د مخه د دغو لوبو له ګډون څخه ګټورې تجربې اخيستی شو ٠ په هغه وخت کی به مونږ يو غوره او لوی پلاوی وروليږو او لوبغاړی به يي هم له هغو لوبغاړو څخه انتخاب شي چه د اولمپيک په راتلونکولوبو کی به ګډون وکړي ٠