<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-17 13:52:07    
په ټوله نړۍ کی مرغانو انفلونزا د وقايی او کنترول لپاره نور يو مليارډ دوه سوه مليونه امريکايی ډالره پيسی په کار دی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : له هغه راپور څخه چه د روغتيا نړېوال سازمان د جنوری په ١٧مه نېټه خپور کړی ، څرګنديږي چه په ټوله نړۍ کی د مرغانو انفلونزا د ليری کيد لپاره به نور يو مليارډ دوه سوه مليونه امريکايی ډالره پيسی په کار دی ٠

دغه راپور په همدې ورځ د مرغانو انفلونزا د وقايی او کنترول لپاره د پيسو د راغونډولو په هغه نړېواله غونډه کی خپور شو چه په بيجينګ کی پرانستله شوه ٠ د روغتيا د نړېوال سازمان چارواکی په دغی غونډی کی وويل که دغه غونډه دغه پيسی راغونډولای شي ، په ټوله نړۍ کې د مرغانو انفلونزا د وقايی او کنترول د کارونو لپاره به پياوړی ملاتړ برابر شي ٠

د خبر له مخی د څه دپاسه سلو هېوادونو ، سيمو او نړېوالو سازمانونو شاو خوا اوو سوو استازيو د دې غونډی د لومړی ورځی د جګ پوړو چارواکو په غونډه کی ګډون وکړ ٠