<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-17 17:47:05    
د نڅا طرح کوونکې وانګ بي يون

cri

ګرانو اوريدونکو : اسلام عليکم ! د سندرو او نڅا سالونونه د چين په جنوبی ساحلی ښار شن جين کی د ساعت تيری يوه مهمه برخه ده . د تيرو شلو کلونو له پرمختګ نه وروسته په شن جين کی د سندرو او نڅا سالونونه ګام په ګام يو هنری ځای شوی او دغه پرمختګ د ملی نڅا طرح کوونکې وانګ بي يون له کوششونو سره تړاو لری . د ښځه او ټولنه په نننی پروګرام کی به تاسو يو مضمون واورئ چه عنوان يی دې : د نڅا طرح کوونکې وانګ بي يون .

د شن جين د سندرو او نڅا د سالونونو د پرمختګ په بهير کی د وانګ بي يون ډير مهم تقديم دا دې چه د سندرو او نڅا په سالونونو کې د چين ملی نڅا نندارچيار ته وړاندی شی . له تېرو شلو کلونو راهيسی ، هغې همېشه په شن جين کی د چين د ملی نڅا د طرحی او ننداره کولو کار وکړ . وانګ بي يون زمونږ خبريال ته وويل چه د ده د نڅا د طرح کولو سرچينه له ژوند څخه او د هانګ جو د سندرو او نڅا په ډله کی له زده کړی څخه راغلی ده .

مېرمن وانګ وويل چه له نڅا سره د مينی له امله د دې ابتکاری فکر پياوړی شوی ، نو هغی لومړی نڅا د هانګ جو ښار په شي هو ډنډ کی د يوې مشهورې طبيعی منظرې له مخی طرح ړه چه دغه نڅا د ١٩٨٠ کال د چين د نڅا په سيالی کی لويه جايزه تر لاسه کړه او له دې امله هغې د نڅا له طرح کولو سره لا زياته علاقه وموندله، له دې نه وروسته هغې همېشه له ژوند څخه د نڅا د طرح کولو الهام موندلی دی .

په ١٩٨٧ کال کی مېرمن وانګ د چين د شن جين ښار ته سفر وکړ . په هغه وخت کی د سندرو او نڅا سالونونه په شن جين کی ډير نه وو او پکی د نڅاو

سطح لوړه نه ده . د دې په نظر ، د چين ملی نڅا ډيره ښکلې ده ، ولی د سندرو او نڅا په سالونونو کی ننداره نه شی کيدای ؟ نو هغو په شن جين کی پاتی شوه او د شا دو په نامه د سندرو او نڅا په سالون کی يی د نڅا د طرح کولو دنده په غاړه درلوده چه په هغه وخت کی د شن جين په ټولو سالونونو کی ډير لوی و . مېرمن وانګ پرېکړه وکړه چه د ملی نڅا له لارې د سندرو او نڅا د سالونونو يو سالم او ښکلی چاپيريال جوړ کړی .

وانګ بی يونګ وويل چه شن جن يو ورخلاص ښار دی ، نو د ملی نڅا د طرح کولو په ترڅ کی يی د معاصرې نڅا چټک حرکتونه استعمال کړيدی . د مېرمن وانګ په نظر :

هغه نندارې چه پکی نه يوازی ملی هنر شته ، بلکې معاصر هنر هم پکی شته له زمانې سره سمون خوری . ډيرو بهرنيو دوستانو زمونږ له سالونونو څخه خوښۍ څرګنده کړې ، ځکه چه زمونږ په نندارې کی ځانګړی ختيځ کلتوری خصلت شته ، خو دغه نندارې هم عصرې خصلت لری .

د مېرمنې وانګ له خواطرح شوی نڅا نه يوازی له ژوند څخه جوړ شوی ، بلکې د ملی او معاصر هنر سره يو ځای ښکاريږی ، نو خلک له دې څخه خوښی څرګند وی . بر سره پردی مېرمن وانګ په هرو دريو ورځو کی يوه نڅا طرح کولای شی او دغه نڅا ډيره ښه او ښکلی ده . نو له دی امله په شين جين کی د شا دو په نامه د سندرو او نڅاوسالون ډېر شهرت موندلی دې او په چين کی د سندرو او نڅا سالونونو نښه هم ده ، نو د سندرو او نڅا ډيرو سالونونو مېرمنې وانګ ته بلنه ورکړه او ډيرو خبری رسنيو ورسره مرکې وکړې . له دې نه وروسته مېرمن وانګ او

کورنی يی په شن جين کی اوسيږی او د نڅا خپله ډله يی جوړه کړې ده ، تر څو د شن جين د سندرو او نڅا سالونونو دکلتور د پياوړتيالپاره کوشش وکړی . هغې وويل :

د سندرو او نڅا سالونونو کلتور د شن جين يوه کړکۍ ده . په تېره بيا په نړۍ کی د يوه کلتوری ښار په حيث په شن جين کی د سندرو او نڅا سالونونه ډېر لازم . زه هيله لرم چه دغه کلتور ګام په ګام ښه او ښکلی شی .

په تېرو دوو کلونو کی مېرمن وانګ د نڅا له طرح کولو څخه لاس اخيستی . اوس هغه هره ورځ کلاسيک موسيقې اوری ، کتابونه لولې . بر سره پردی ، د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اوليمپک لوبو د هر کلی کولو لپاره هغې پخپله د اولمپک لوبو په افتتاحيه مراسمو کې نڅاوې طرح کړی .دا هيله لري چه د بېجينګ د اوليمپک لوبو لپاره کوشش وکړی او دغه لوبه به بری ومومی .

ګرانو اوريدونکو ، د ښځه او ټولنه نننی پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد او ستاسو د خوشحالې او نکمرغۍ په هيله .