<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-17 18:41:09    
* د بايسکل ځغلوونکو ورزشکارانو اوږده سيالی

cri

د سويدن د پلازمينی ستاکهولم د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د بايسکل ځغلولو د سيالی لپاره کوم ځانګړی ځای برابر نه و ، کوربه هيواد د ميهريز جهيل غاړه د دغی مسابقی د ځای په توګه وټاکله . له دی امله چه ١٢٣ تنو ورزشکارانو په دغه مسابقه کی برخه واخيستله ، نو يوازی د سيالی په پيل کی د پيلونکې د توپنچی له ټکونو سره سم د لوبغاړو خوځښت نژدی له پنځو ساعتو وروسته ترسره شو چه دغه حالت د بايسکل ځغلولو مسابقو په تاريخ کی ساری نه درلود . په دغه مسابقه کی د جنوبی افريقی لوبغاړی ليوس په ١٠ ساعتو٤٢دقيقو او ٣٩ ثانيو کی لومړی ټإکل شوی ځای ته ورسيد او د اتلولی لقب يی ترلاسه کړ . دغه راز سويدن د کوربه هيواد په توګه د ډله ايزی مسابقی لومړنی ځای ونيوه .

*د انتويرپ په بندری ښار کی د اولمپيک اوومی سپورتی لوبی

د اولمپيک اوومی سپورتی لوبی د ١٩٢٠ کال د اپريل له شلمی نيټی څخه د سپټمبر تر دولسمی نيټې پوری د بلجيم په انتويرپ بندری ښار کی ترسره شوې . په دغو لوبوکی له ٢٩ هيوادونو او سيمو نه راغلو ٢٦٢٦ تنو ورزشکارانو برخه درلوده او د ٢٢ سپورتی پروګرامونو په ١٥٤ لوبو کی د بری ګټلو لپاره يی يوله بل سره سيالی وکړه . ددغه پړاؤ په سپورتی لوبو کی د ازادې پهلوانۍ ،سوک وهلو ،د أس سپرلی ، راګبی فوټبال او وزن پورته کولو په شمول لوبی هم شاملی شوی . دغه راز ددغی سپورتی لوبی په ترڅ کی د لومړی ځل لپاره د سولی کوترې والوزول شوې . پر دی سربيره په لومړنی نړيواله جګړه کی د برتانيی ،

فرانسی ، تزاری روسيې او داسی نورو هيوادونو په ګډون د هيوادونو ټولنی د مړوشويو سرتېريو د يادونی لپاره د سپورتی لوبو په لوبغالی کی لومړی ځل د روښانه راتلونکی او برياليتوبه هيلو د څرګندولو څراغ هم بل شو . خو د دغه څراغ د اور سرچينه د يونان له اولمپيا څخه نه وه .

* له جګړی وروسته د اولمپيک سپورتی لوبی

له دی امله چه د انتويرپ د اولمپيک اوومی سپورتی لوبی له لومړی نړيوالی جګړی وروسته جوړې شوی ، نو د اړوندو مقدماتی کارونو په بهير کی ډيرې زياتی ستونزې او مشکلات موجود وو . له دغو سپورتی لوبو څخه د ملاتړ څرګندولو لپاره د امريکايی پوځ قوماندان جنرال پيرشينګ د دغو سپورتی لوبو انتظامی کميټې ته د يو شمير نظامی مالونو ورکولو په اړه امر ورکړ . دغه شان فرانسی او برتانيی هم په وار سره دغی انتظامی کميټې ته مرستې برابری کړې . حتی هالينډ خپلې بيړۍ د انتويرپ بندر ته ورسولی او د برخه والو لوبغاړو د اوسيدو لپاره يی اسانتياوی برابری کړی . په دی توګه د ټولو اړوندو هيوادونو او خواوو د هلوځلو له امله انتظامی کميټې بالاخره د انتويرپ د اولمپيک د سپورتی لوبو د اجراکولو په اړه مقدماتی کارونه سر ته ورسول .

*د ورزشکارانو لخوا د هوډ څرګندولو مراسم پرځای شول

له دی امله چه د اولمپيک په پنځمو او شپږمو سپورتی لوبو کی د طلايی مدالونو د ګټلو لپاره د ځينو برخه والو لوبغاړو لخوا د جعلی کاری پيښی شوی وې . نو د اولمپيک په اوومی سپورتی لوبو کی د کاوبرتين د وړانديز له

مخی د لرغونی زمانی د اولمپيک د سپورتی لوبو په شان د ورزشکارانو لخوا د هوډ څرګندولو مراسم پرځای شول او پکی ٣٤کلن ويکدور بن چه د بلجيم د توری وهلو لوبغاړی و ، د ټولو برخه والو ورزشکارانو په استازيتوب داسی هوډ او تحليف څرګند کړ : زه د ټولو ورزشکارانو په نامه ژمنه کوم چه د سپورت د درناوی او د ټولو لوبغاړو د وياړ ساتلو لپاره د رښتينو ورزشی اخلاقو او روحيی په درلودلو سره د اولمپيک په روانی سپورتی لوبی کی برخه واخلو او دبرخه والو ورزشکارانو په اړه د ټولو قاعدو احترام او مراعات وکړو . له هغه نه وروسته د کوربه هيواد د نامتو لوبغاړی لخوا د ټولو برخه والو ورزشکارانو په استازيتوب د هوډ څرګندول د اولمپيک سپورتی لوبو په عنعناتو کی شامل شوی دی .