د چين د بين المللی راډيو دخبريال د خبر له مخی ،. د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د جنوری په ١٧نيټه وويل چه پاکستان د ترهګرۍ د ځپلو ټينګ ملاتړ کوی ، خو د امريکايی پوځ هغه عمل نه منی چه دتيری اونۍ په پای کی يی د باجوړ سيمی پريو کلی باندی هوايی بريد وکړ .
ښاغلی عزيز د م م د سرمنشی د خاص استازی په توګه د امريکی له پخوانی ولسمشر جورج بوش سره د خبرواترو نه وروسته خبريالانو ته وويل ، هغه به ددی بريد امله امريکی ته خپل سفر ونه ځندوی او د سفر په موده کی به په دی هکله د امريکی له اړوندو چارواکو سره د نظرياتو تبادله وکړي .