<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-18 10:09:04    
د چين حکومت به په نړيواله ساحه کی د مرغانو د انفلونزا د وقايی او کنترول څخه د ملاتړ لپاره لس مليونه امريکايی ډالره بسپنه ورکړی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د چين صدراعظم ون جيا باو د جنوری په اتلسمه نېټه په بيجينګ کی اعلان وکړ د چين حکومت پرېکړه کړيده چه په نړيواله ساحه کی د مرغانو انفلونزا د وقايی او کنترول په اړه له هلو ځلو څخه د ملاتړ لپاره لس مليونه امريکايی ډالره بسپنه ورکړی.

ون جيا باو په همدې ورځ د وزيرانو په کچه د مرغانو انفلونزا د وقايی او کنترول لپاره د پيسو راغونډولو په هکله د نړيوالی غونډې د پرانيستنی په افتاحيه مراسمو کی دغه خبره وکړه او ده وويل چه د چين حکومت د مرغانو انفلونزا وقايی او کنترول مسئلی ته په پوره پاملرنې سره ارزښت ورکوی او په دې هکله له نړيوالې ټولنی سره فعاله همکاری کوی دغه راز چين اړوندو نړيوالو سازمانونو او هېوادونو ته د وحشی او کورنيو مرغانو د انفلونزا حالت څرګند او د مرغانو انفلونزا د وقايی او کنترول په موخه يی ګاونډيو هېوادونو ته د پيسو، مالونو او تخنيکونو له پلوه مرستی برابری کړي دی.