<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-18 15:13:12    
په چين کي مسلکي ښوونه

cri

د زياتو کلونو راهيسې زيات شمير چينايان فني کارګرانو ته په ټيټه سترګه ګوري او دا نظر لري چه د لوړو تحصيلاتو د بشپړولو نه وروسته ښه کارونه پيدا شي . خو په وروستيو کلونو کي دغه نظر د بدلون په حا ل کي دی او مسلکي ښوونه د توجه وړ کرزيدلی ده .

په چين کي دوه ډوله مسلکي ښوونځي شته چه يو يي منځني او بل يي عالي مسلکي مدرسې دي . ګاو جون چه د بيجينګ د صنعتي پوهنځی د کمپيوتر په څانګه کي زده کړه کوي ، د مسلکي ښوونې د انتخابولو په اړه د خپل مقصد د يادونې په وخت کي وويل چه زما په نظر هغه زده کوونکي چه د عالي مسلکي مدرسې څخه فارغيږ ي ، وکولاي شي چه مناسب کارونه پيدا کړي، نن ورځ په ټولنه کي تجربې لرونکو فني کارګرو ته اړتيا ده ، نه يوازي هغه کسان دي چه يوازي عالي علمي درجه تر لاسه کړيده .

دده په قول تير کال دده له مدرسې څخه نوي برخه فارغان استخدام شوي او معاش يي هم ښه دي ، خو په ټول هيواد کي له پوهنتونونو او پوهنځيو څخه يوازي دوه اويا برخه فارغو شويو محصلينو کارونه پيداکړيدي . ولي اوس مسلکي ښوونه د عالي ښوونې نه د خلکو د زياتې توجه وړ ګرزيدلی ده ؟ د اړوندو متخصصانو په نظر عمده علت يي دا دي چه د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ چټکتيا تجربې لرونکو فني کارګرانو ته زياته اړتيا لري . نن ورځ د نړۍ ډيرو زياتو لويو او مشهورو تصديو خپلې فرعې تصدۍ او حتی څيړونکي څانګې په چين کي جوړې کړيدي ، په عين وخت کي د چين تصدۍ هم په دي هڅه کي دي چه په خپلو توليدي چارو کي عصري تخنيکونه استعمال کړي تر څو يي په بين المللي بازار کي د خپلو توليداتو د رقابت

قوت پياوړي شي . په دي توګه هغه زيات شمير فني کارګران د اړتياوړ دي چه

هم په تيوريکي پوهې پوهيږي او هم زياتې تجربې لري چه په نتيجه کي له مسلکي ښوونځيو څخه فارغ شوي زده کوونکي په اسانه توګه استخدام کيږي . پرته له دي نه د فني کارګرو معاش هم د زياتيدو په حال کي دی او په تيره بيا د لوړ رتبه فني کارګرو معاش د دفتر له کارکوونکو نه زيات دی ،نو مسلکي ښوونې د وروستيو کلونو راهيسې چټک پرمختګ موندلی دی .

د چين حکومت هم د مسلکي ښوونې د پرمختګ اهميت پيژندلی دی . د چين صدراعظم ون جيا باو په وروستيو وختونو کي په يوه غونډه کي وويل چه د ملي اقتصاد بيلا بيلو چارو کي يوازي زياته اندازه عالمان ، انجنيران او اداره کوونکي په کار دي ، بلکې په مليونو تنو عالي فني پرسونلو او تجربه کارو کارکوونکو ته اړتيا لري . که دوي نه وي ، نو پرمختللي علوم او تخنيکونه او عصري ماشينونه په توليدي قوې نشي بدلولی . له همدې امله د چين حکومت د مسلکي ښووني د پرمختګ د چټکتيا دپاره يو لړ لازم تدبيرونه غوره کړيدي ، مثلا د مسلکي ښوونځيو د تجهيزاتو او تاسيساتو د ښه والي دپاره يي زياتې پانګې اچولي دي ، د بهرنيو هيوادونو د مترقي تجربو د زده کړي دپاره يي بين المللي همکاري کړيده ، د ټولنې دپاره د اړتياوړ بيړني تخصصي يي پرانستلي دي او داسي نور .

نن ورځ په چين کي د مسلکي ښوونې د پرمختګ ګامونه د چټکې پورته کيدنې په حال کي دي .د بيلګي په توګه تير کال په منځنيو حرفه اي ښوونځيو کي نور يو مليونه زده کوونکي منل شويدي . تر اوسه پوري په چين کي پنځلس زره مسلکي ښوونځي شته او شل مليونه تنه زده کوونکي پکي درس لولي .

د چين د ښوونې د وزرات مرستيالې وو چي دي د مسلکي ښوونې د راتلونکو پنځو کالو د انکشافي پلان په باب داسي وويل چه مونږ به د مسلکي ښوونې په تيره بيا د منځني حرفه اي ښوونې چټک پرمختګ په اوسني او راتلونکي وخت کي د تعليمي چارو د پرمختګ د مهمې دندې په توګه وګڼو او په راتلونکي کال کي به نور يو مليون تنه زده کوونکي ومنو . د خبر لمخې به د چين حکومت په راتلونکو پنځو کالو کي د فني کارګرو ، په ښارونو کي د بيکارانو د بيا روزنې او د مزدوري بزګرانو او په کليو کي د بزګرانو د فني روزنې دپاره لس ميليارده ژن مين بي يونه پيسې واچوي .