<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-19 09:22:21    
په چين کې د ادب او تربيت ترويج

cri

اوس د چين په ټولنه کې هغه عملونه بي ادبانه حرکتونه ګڼل کيږي لکه په عامه ځايونو کې په لوړ اواز خبرې کوي ، د سرويسونو د انتظار په وخت کې نه په نوبت سره سرويس ته پورته کوي او داسي نور٠ په دي وروستيو کلونو کې د چين د اقتصاد په پرمختيا او د خلکو د ژوندانه د سويې په اوچتيدو سره د چين په ټول هيواد کې با ادب عادتونه د ترويج په حال کې دي او د خلکو کيفيت هم په پرله پسي توګه اوچت شوي دي ٠ زمونږ خبريال د سهار په وخت کې د بيجينګ د چانګ ان لوي واټ په غاړه د يو سرويس په ستيشين کې وليدل چه ډير خلک د سرويس د انتظار له پاره يو د بل پسي په نوبت سره په يو قطار کې ودريدل ٠ ميرمن ليو سياو دي چه د دوي څخه يوه ده ، خبريال ته وويل چه د څه د پاسه يو کال نه د مخه داسي حالت نه ليدل کيده ٠ په هغه وخت کې ډيره ګڼه ګوڼه وه خصوصأ ځينو ځوانانو په زوره لومړي موټر ته پورته کول او څوکۍ يي نيولې ٠ زاړه واړه شا ته پريښودل ٠ خو اوس ټول په نوبت سره موټر ته پورته کوي ٠ زما په نظر اوس د خلکو اخلاقي کيفيت لوړ شوي دي ٠

که څه هم په دي وروستيو کلونو کې په بيجينګ کې په عامه ترانسپورتي چارو کې ستره پرمختيا تر لاسه شوي ده ، خو د يو داسي لوي ښار له پاره چه نفوس يي څه د پاسه لس مليونو تنو ته رسيږي ، نو د سپرلو د وړلو او راوړلو لياقت لا هم کمزور دي ٠ نو سهار د کار په وخت کې د سرويس په تم ځايونو کې ګډوډي کله کله ليدل کيږي ٠ پخوا د بيجينګ په لارو کوڅو کې هغه پديده تل ليدل کيده چه ځينو کسانو په خپله خوښه کاغذونه غورځول او يا لاړي توکلي ٠ خو اوس دغه ډول بي ادب حرکت ډير لږ ليدل کيږي او خلک ورځ په ورځ په عامه ځايونو کې خپل ادب او تربيت ته متوجه شوي دي ٠ دغه لوي بدلونونه نه يوازي په بيجينګ بلکه د چين په نورو ډيرو ښارونو کې هم ليدل کيږي ٠ څه وخت د مخه زمونږ خبريال د ليدنې کتنې له پاره د چين ختيځ خوا د هان جو ښار ته تللي دي ٠ په دي ښار کې خبريال لومړي د ټکسي موټروال د تودو احساساتو له امله متاثير شو ٠ موټروال ښاغلي جن يونګ شوي څلويښت کلن دي ، ددي له پاره چه مشتريانو ته لا زياتې اسانتياوي برابري کړي ، په خپل موټر کي يي د هان جو ښار تقشه ، ورځپاڼې ، کاغذ او نور ضروري شيان تيار کړي دي ٠ هغه وويل چه ميلمانه چه زمونږ ښار ته راځي ، له الوتکې يا اورګاډۍ نه د ښکته کيدو نه وروسته عمومأ لومړي تکسي غواړي ، نو زمونږ خدمتونه د يوه ښار د ادب د سويي څرګندوي دي ٠

د چين د ټولنې د ښه چاپريال او منظم نظم د رامنځته کيدو په عين وخت کې د چين حکومت د خلکو د ادب او تربيت سويي د اچتولو له پاره اړوند قوانين او مقررات هم جوړ کړي دي ٠ دغه راز د بيلا بيلو درجو حکومتونو هم بيلا بيل اړوند تدبيرونه غوره کړي دي ٠ مثلا عامه تشنابونه او د کثافاتو صندوقونه زيات شوي ، د خلکو د ادب او تر بيت د اوچتولو له پاره د ورځپاڼو، فلمونو، راديو او تلويزيون له لارې زيات اړوند پروپاګندونه تر سره شوي دي ٠ همداشان د اړوندې ادارې څانګې د بي ادبانه حرکتونو عملونو په نسبت سزا ورکونکي تدبيرونه غوره کړي دي ، لکه په هان جو ښار کې که څوک په خپله خوښه ناړي توکي ، بايد پنځوس ژن مين بي يوانه جريمه ور کړي ٠

د چين د خلکو پوهنتون د فلسفې څانګې پروفسرې ميرمن ګه چن هونګ وويل چه د مادي او معنوي تمدنونو اوچتول د خلکو د ژوندانه پر عادتونو باندې مستقيمې اغيزه لري ٠ لومړي که د انسانانو ايډيالوژي بدله شي ، د خلکو د ژوندانه په اخلاقي حرکتونو ، اړوندو عملونو او عادتونو کې به بدلونونه هم رامنځته شي او هغه عمل به چه د اوسنيو معنوي تمدنونو سره مطابقت نه لري ، ليري شي ٠