<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-18 16:15:12    
د کوچنيانو د بصری قوت د بيا پيل کيدو پلان تر تطبيق لاندی راغلی دی

cri

د سين هوااژانس خبريال د اړوندو څانګو څخه خبر اخيستی دی چه په لويديځ چين کی د هغو کوچنيانو د بصری قدرت د بيا پيل کيدو پلان د پلي کولو له درو کلونو راهيسی چه د سترګو د شنو اوبو په ناروغی اخته شوی ، د يو زرو تنو بي وزلو کوچنيانو بصری قوت بيا پيل شوی دی ٠

دغه پلان د ٢٠٠٣ کال د مارچ له مياشتې څخه پيل او د روغتيا د وزارت ، د چوانګ وی په نامه د شرکت او د هانکانګ د ځانګړی اداری سيمی د خيريی د يوه صندوق لخوا په ګډه سره جوړ شوی دی ٠ د دې پلان سره سم د چوانګ وی شرکت په لويديځو سيمو کی د هغو بی وزلو کوچنيانو د بيا جوړيدو دپاره لازمې پيسې اچولی چه د سترګو د شنو اوبو په ناروغۍ اخته شوی دی ٠ ددې پلان د تطبيق راهيسی د سترګو څه دپاسه لس تجربه لرونکي ډاکتران د غو کوچنيانو د بيا جوړيدو لپاره د لويديځ چين د ګان سو ، چينګ ښای او شين جيانګ په شمول ځينو ولايتونو او خودمختارو سيمو ته لاړل چه د سترګو د شنو اوبو په ناروغی اخته شويدي ٠

د روغتيا د وزارت په اړه د نړېوالی همکارۍ د څانګی مرستيال وانګ لی جی پخلی کړ چه اوس په چين کی څه نا څه څو مليونه تنه کسان د شنو اوبو په ناروغی اخته دي او په دې جمله کې د کوچنيانو شمير دوو لکو تنو ته رسيدلی دی ٠ د چين په لويديځو وروسته پاتو سيمو کی ګڼ شمير ناروغان ښه درملنی تر لاسه نشي کولای چه دغه حالت د ټولنی او د روغتيا د وزارت د توجه وړ ګرزيدلی دی ٠ دوی هيله لری چه په لويديځ چين کی د دغو کوچنيانو د بصری قوت د بيا پيل کيدو د پلان له لاری

لا نور زيات خلک ددوي سره زياته پاملرنه او مالي مرسته وکړي ٠ ددې پلان څخه لومړنې ګټه اخيستونکې ليان ون يا وويل چه د سترګو د ليدو قوت د بيا پيل کيدو نه وروسته ژوند مې بالکل بدل شويدی ، اوس زه د منځني ښوونځي د راډيو ويانده هم يمه .

دوهمه برخه

لږه موده د مخه د بيجينګ په نامه د لومړني ښوونځی يو زده کوونکی چه جانګ چانګ نوميږي او عمر يي يوازي شپږ نيم کاله دی ، د خپلو تصويرونو نندارتون جوړ کړ ٠ که څه هم جانګ چانګ يوه شاګرده ده ، خو درې کاله د مخه يي د انځور په کښلو پيل وکړ ٠ مور يي وويل چه ددې لور د کوچنيتوب له مودې څخه د انځور کولو سره مينه اوعلاقه درلوده ٠

دري کلنۍ ته د رسيدو په وخت کی نجلۍ جانګ چانګ د خپلې مور لخوا د انځور کښلو د زده کړې لپاره ځانګړي ټولګي ته وليږله شوه او له دې نه وروسته يي د کال په هر فصل کې چه يا هوا ډيره توده وه يا ډيره يخه ، خپلې زده کړې ته دوام ورکړ ٠ هغه د انځور کښلو په بهير کی ډير زيار ايستلی او په نتيجه کی يي ښه موفقيت تر لاسه کړی دی ٠ نو هغه په دې ډير وياړه ده چه په وړکتونونو يا ښوونځيو او يا د اوسيدونکې ناحيو کی د تصويرونو ډول ډول ځانګړي نندارتونونه جوړ کړي دي چه له امله يي نجلۍ جانګ چانګ ددې د أشنايانو لخوا کوچنی انځورګر په نامه و نوموله شوه ٠

له دې امله چه اوس جانګ چانګ په ښوونځي کي په زده کړې پيل وکړ ، نو د انځور کښلو زيات وخت نه لري ٠ هغی وويل چه که چيری د ښوونځی په امتخان کی ډير ښه موفقيت تر لاسه کړي ، مور به يي ما ته اجازه ورکړې چه د انځور کښلو وخت يو

ساعت اوږديږي ٠ هغې په خوشحالۍ سره وويل چه زه د انځور کښلو ډير خوښ يم ، ځکه چه د انځور کښل ما ته ډيره خوشحالی راوړي ٠