<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-19 17:13:04    
د يي په ولسوالي کې پخواني استوګنځي

cri

ګرانو اوريدونکو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به د يي په ولسوالۍ کې د پخوانيو استوګنځيو په باب معلومات تاسو ته وړاندې کړو٠

د يي په نامه ولسوالي د چين د ان خوي په ولايت کی پرته ده ، په دې ولسوالۍ کې تر اوسه پوري څه دپاسه درې زره شپږ سوه پخواني استوګنځي په بشپږه توګه ساتل شوي دي ، دا ولسوالي په چين کې له هغو ځايونو څخه ده چې پکې ډير پخواني استوګنځي موجود دي ، د يي په نامه د دغې ولسوالي په زياتو ځايونو کې پخواني استوګنځي ليدل کيږي ، د دغو پخوانيو استوګنځيو ديوالونه سپين رنګ لري او بامونه يې په توروخښتو پوښل شوي دي ، ددې ولسوالۍ اوسيدونکي ښاغلي جانګ وي فنګ وويل زمونږ پخواني استوګنځي ځکه په ښه توګه ساتل شوي دي چې د يې ولسوالي ځانګړي جغرافيايي موقعيت لري٠ هغه خبريال ته وويل ---- اواز ١ -----د يې په ولسوالۍ کې غرونه زيات دي ، په پخوانيو زمانونو کې په دې ځاي کې د خلک تګ او راتګ ډير مشکل و ، نو په دې وجه دا ولسوالي په تيرو کلونو کې د جنګ او جګړو د تخريب سره نه مخامخ کيده او پخواني استوګنځي يې په ښه شان راپاتي شوي دي ، په دې ولسوالۍ کې د پخوانيو استوګنځيو شمير د چين دنورو ځايونو په نسب ډير زيات دی ،

د يي په نامه ولسوالۍ کې زياتره پخواني استوګنځي د څه دپاسه پنځو سوو کلونو نه مخکې يعني د مينګ او چينګ په امپراتوري دورو کې جوړشوي دي او ساختماني جوړښت يې ډير مساعد ، ظريف او ښکلی ښکاري ، د شي دي او خونګ

په نامه دوه کلي د پخوانيو استوګنځيو د نمونې په توګه د چين د مينګ او چينګ په امپراتوري دورو کې د خلکو د استوګنځيو د موزيم په توګه ګڼل کيږي ، په دوه زرم کال کې دغه دواړه کلي د ملګرو ملتو د يونيسکو د سازمان لخوا د نړۍ د مشهورو کلتوري ميراثونو په ليست کې شامل شوي دي ، اواز ٢ ---

د شي دي په نامه کلی تر اوسه پوري څه دپاسه شپږ سوه کاله تاريخ لري ، سره له دې چې ډير زيات کلونه تيرشوي او په دي بهير کې زيات بدلونونه هم منځته راغلي دي ، خو په دې کلي کې د سل نه زياتو کورنيو خلک بيا هم په پخوانيو استوګنځيو کې اوسيږي ، ټول کلی د يوې بيړۍ په شان او هر استوګنځی هم د بيړۍ د يوې يوې کوټې غوندي ځای پر ځای دي ، توريستي ﻻرښوونکې ميس لي خوا خبريال ته وويل --- اواز ٣ ---- د کلي کورونه لکه د بيړۍ د وجود غوندې قطار په قطار ولاړ دي، او شاوخوا يې د کرنې پراخې ځمکې پرتې دي ، ټول شکل يې د يوې بيړۍ په شان په ارام بندر کې لنګر اچوي ، ==== اواز ٦ ====

د شي دي په نامه کلي ته نژدې يو بل کلی چې خونګ څون نوميږي او د شي دي کلي سره يوازي شل کيلومتره فاصله لري ، د دې کلي ځانګړي خصوصيت دا دی چې صورت يې د يوه غوايي په شان ښکاري ،شاوخوا ځايونه يي دشنو غرونو او ونو لخوا چاپيره کيږي ، دغه راز يو دايروي کانال د کلي په چاپيره کې بهيږي ، کليوالو د کانال څخه خپلو کورونو ته د اوبو د رسولو دپاره کوچني کاريزې جوړې کړې او له دې امله دوي کولي شي چې په اسانه توګه د کانال د اوبو څخه استفاده وکړي

د خونګ په نامه کلي کې يوه نمونوي او لويه وداني د ليدو وړ ده چې د څنګ جي تانګ په نامه ياديږي ،دغه وداني د يو سلو پنځوسو سوو کالو نه مخکې

جوړه شوې ده ، هغه پخوا د يوه لوي مالګه پلورونکي کور و ، ددې ودانۍ مساحت دريو زرو مربع مترو ته رسيږي ، او ساختماني جوړښت يې لوي او ښکلی ښکاري ، خصوصأپه نوموړي ودانۍ کې زيات ښکلي لرګين حکاکي ليدل کيږي ، ټوله وداني د شاهي ماڼۍ په شان مجلله بريښي ٠

څرنګه چې د څنګ جي تانګ په نامه وداني د يوه لوي سوداګري لخوا جوړه شوه نو ځکه ددې ودانۍ پر دوهمې دروازې باندې په لويه چيني کلمه سوداګري وليکله شوه چې تري يې د نوموړي سوداګر شتمني څرګنديده ٠

دغه راز د څنګ جي تانګ په ودانۍ کې نهه خالي ځايونه هم شته چې هر يو د کوټو په واسطه چاپيريږي ، په چيني ژبه کې دغه خالي ځايونه د تيان جين په نامه ياديږي، دغه خالي ځايونه دا معنا ورکوي چې له أسمان څخه سره او سپين زر راټول شي ، د پخوانيو سوداګرو په نظر باران او واورې د سرو او سپينو زرو معنا لري ، البته دغه خالي ځايونه د لمر د وړانګو د نيولو رول هم لوبوي ٠

ګرانو دوستانو تاسو د چين د پخوانيو استوګنځيو په باب معلومات تاسو ته وړاندې کړل شپه مو په خير ٠