<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-20 16:00:17    
د چين د فلم او تلويزيون مشهور لوبغاړی تانګ ګوه چيانګ

cri

تانګ ګوه چيانګ چه روان کال ٥٣ کلن دی دلوړی ونی لرونکی دی ، د چين د فلم او تلويزيون په ساحه کې يو ډيرمشهور لوبغاړی دی . ٣٠ کاله مخکی هغه د جنوبی سمندر د پېښې په نامه په خپل لومړی فلم کې د سمندری ځواک د يوه عسکر او په ١٩٧٩ کال کې ئی د کوچنی ګل په نامه په يو بل غوره او ښکلي فلم کې د يو ځوان او غښتلي عسکر په توګه رول ولوباوه. د دغه فلم له ښودلو وروسته تانګ ګوه چيانګ د چين د ځوانانو د پالخی يو استازی وګرځيد او زيات مشېر فلمي مينه وال دده ډير احترام کوی ، ورپسی د تاوس شهزادګۍ په افسانوي فلم کې د دای قوم د مشر رول په لوبولو سره چه دا يوه لرغوني عشقی کيسه ده ، د مانيلا د فلم د نړيوال فيستوال ځانګړی جايزه يي تر لاسه کړه.

په ١٩٩٠ کال کې تانګ ګوه چيانګ د دريو هيوادونو په نامه په يو تاريخی تلويزونی فلم کې د شو هيواد د صدراعظم ځو ګه ليانګ رول ولوباوه چه دغه درې هيوادونه په دوهمه عيسوي پيړۍ کې د چين برخه وه . د فلم د جوړولو په دريو کلونو کې ئی ډير زيارونه ايستلي او په بريالی توګه ئی دغه رول ښه لوبولی دی. ل دې تلويزونی فلم وروسته هغه په پر له پسی توګه په بېلا بېلو فلمونو کې ډول ډول رولونه لوباوه دي . د لوي تانګ امپراطوري زمانې د سندرغاړې په نامه فلم کې ئی په اتمه پيړۍ کې د تانګ په امپراطوري سلسله کې د امپراطور لی لونګ جی رول ولوبوه. د لوي تانګ امپراطور د مينې په نامه فلم کې ئی دوهم امپراطور لی شی مين او د لويو پيښو لرونکې ملکې په نامه فلم کې يې د مينګ په سلسله کې د لومړی امپراتور ځو

يوان ځانګ دوه رولونه ولوبول چه هنري مهارت يې د ګڼ شمير ننداچيانو لخوا وستايل شو . په همدی وخت کې تانګ ګوه چيانګ په جلا جلا توګه د اوږد مارش په نامه په فلم او نورو تلويزونی فلمونو کې د نوی چين د جوړونکی ماو ځه دونګ رول ولوباوه. دا دده لپاره يو لوی چلينج و چه فشارونه يي له دوو خواوو څخه وو لومړي ځکه چې له ده نه مخکې ډيرو لوبغاړو دغه رول لوبولی و ، دوهم د تانګ ګوه چيانګ بڼه له ماو ځه دونګ سره ډير توپير لری . نو هغه ډير تاريخي سندونه ولوستل او له هغو لوبغاړو څخه ئی چې د ماو ځه دونګ په توګه رول لوبولی و ، زده کړه وکړه په پای کې د تانګ ګوه چيانګ له خوا ښودل شوی ماو ځه دونګ د متخصصانو او نندارچيانو لخوا ومنل شو او ډيرې ستاينی يي تر لاسه کړې.تانګ ګوه چيانګ د چينی فلمونو حکومتي جايزه يعنی د هوا بياو په نامه د ډيرښه نارينه لوبغاړې جايزه تر لاسه کړه.

د لويو مشرانو په رول لوبولو کې دخپلو تجربو د يادونې په وخت هغه وويل : ما د لويو مشرانو د رول لوبولو څخه ګټورې ګټې اخيستی دی ځکه چې د دوی په اړه د ډيرو زياتو سندونو د لوستلو وروسته ددوي له تاريخي کارنامو څخه متاثر شوم او دې ته هڅېدم چه بايد ددوي څخه زده کړه وکړم چې د خلکو لپاره لا زيات غوره فلمونه وړاندې کړم.

تانګ ګوه چيانګ ډير نرم او ارام سړی دی. هغه د خپل هوډ او کيفيت د بشپړتيا لپاره په فلمونو کې څه کارکولو اخيستلو پرته په فارغ وخت کې د خطاطي هنر هم زده کوي او لږ څه برياليتوبونه ئی تر لاسه کړيدی.هغه د خپلو برياليتوبونو د يادونې په وخت وويل که څوک غواړي بريالي شي، نو بايد ټينګ هوډ وساتي .