<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-20 16:20:15    
د چين د فلمونو پرمختګ لومړنی پړاو

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! په ١٩٠٥ کال کې د چين د فلمونو له رامنځته کېدو راهيسی سل کاله تېر شويدی. په دغو تېرو سلو کلونو کې فلمونو د چينايانو په ژوند باندی ډيرې اغېزې کړي دي او د خلکو رنګا رنګ ژوند هم په فلمونو کی ساتل شويدی. د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسو ته د چين د فلمونو د پرمختګ د لومړي پړاو په هکله څه معلومات وړاندی کړو.

همدا اوس تاسی د دينګ جيون شان په نامه د چين په لومړي فلم کې يوه لنده موسيقی واوريدله. په ١٩٠٥ کال کې يوه چينايی چې د رن چينګ تای نومی يو چينايی عکس اخيستونکی په بېجينګ کې په يوې فرانسوی کمرې دغه فلم جوړ کړ چې په دې توګه د چين فلم په ١٩٠٥ کال کې رامنځته شو.

د تېری پېړۍ په دوهمه لسيزه کې د چين د فلم جوړولو چارو ورو ورو پرمختګ موندلی او يو شمېر غوره فلمونه جوړ شوي وو. ښاغلي لی سو يوان چې د چين د فلمونو د تاريخ په څېړنې بوخت دی، خبريال ته داسی معلومات ورکړل.

زما په نظر د تېری پېړۍ دوهمه لسيزه د چين د فلمونو دپاره يوه سمسوره مرحله وه. په هغه وخت کې د نندارچيانو د غوښتنې له مخې، زيات شمېر فلمونه جوړ شول.

په هغه وخت کې د چين د شانګهای په ښار کې د فلم جوړولو يو شمېر شرکتونه رامنځته شول. له دې څخه د ستورې په نامه د فلم جوړولو شرکت ډير مشهور و. په ١٩٢٣ کال کې دغه شرکت په چين کې لومړی داستانی فلم جوړ کړ چې نوم يی و، نيکه د يتيم لمسی له خوا وژغورل شو. دغه فلم د چين د شانګهای، نان جين او تيان جين په شمول څو لويو ښارونو کې په پر له پسی اوو مياشتو کې ښودل شوی او زيات شمېر ټکټونه پلورل شوي وو چې د تر لاسه شويو ګټو له نظره يی په هغه وخت کې په چين کې لومړی ځای ونيوه.

له ١٩٢٢ کال څخه تر ١٩٢٦ کال پوری په چين کې وار په واره د فلم جوړولو يو سلو پنځه اويا شرکتونه رامنځته شول چې يوازی په شانګهای کې يو سلو پنځه څلويښت شرکتونه موجود وو. د دې پېړۍ په دريمه لسيزه کې جاپان په چين باندی په تېری پيل وکړ. نو په دغه وخت کې د جاپان د تيری په ضد يو شمېر فلمونه جوړ شول. په ١٩٣٥ کال کې د کب نيونکی په نامه چينی فلم د مسکو د فلم په بين المللی نندارتون کې يوه جايزه تر لاسه کړه. دا لومړی ځل و چې چينی فلم په نړيوال فيستوال کې جايزه ګټی.

د دې پېړۍ په دريمه او څلورمه لسيزه کې د چين د فلمونو د پر له پسی پرمختګ تر څنګ د فلم يو شمېر نامتو هنرمندان او هنرمندانی رامنځته شوې.

همدا اوس مو په هغه وخت کې د فلم د ستورې په نامه د يوې مشهورې هنرمندې جون شيوان له خوا ويل شوې يوه سندره واوريدله. په ١٩٣٤ کال کې نجلۍ جون شيوان په يوه فلم کې د وتلی نندارې له امله د زياتې توجه او پاملرنې وړ ګرځېدلی ده او د هغې له خوا ثبتی شوی سندرې د زياتو ځوانانو خوښې وي. هغې په ټول عمر کې په څلويښتو فلمونو کې رولونه لوبولی او له سلو نه زياتې سندرې يی ثبتې کړي دي.

له ١٩٠٥ کال څخه تر ١٩٤٩ کال پوری د چين فلمونه د چين د فلمونو د پرمختيايی تاريخ دپاره زيات اهميت درلود او د نړۍ په مختلفو ځايونو کې يی هم زيات شهرت وموند. پروفيسر چين جی هوا چې په تېرو څلويښتو کلونو کې يی د چين د فلمونو څېړنه کړې او د امريکې په زياتو پوهنتونونو کې يی د چين د فلمونو د تاريخ په باب درسونه ورکړيدي، زمونږ خبريال ته داسی وويل

زه په ١٩٨٣کال، ١٩٨٦ کال او ١٩٨٩ کال کې د درسونو د ورکولو دپاره امريکې ته تللی وم. د امريکې په پوهنتونو کې زما هغو زده کوونکو چې د امريکې، بريتانيې، هند، جاپان او ماليزيا په شمول له څو هېوادونو څخه راغلی وو، د چين له فلمونو سره ډيره علاقه درلوده او د چينی فلمونو ډيره لوړه ستاينه او قدرمنی يی وکړه.

هغه زياته کړه چې د چين فلمونو له رامنځته کېدو راهيسی خپل حياتی ځواک څرګند کړيدی. د چين د فلمونو د لومړنې مرحلې څېړنه د نړۍ د فلمونو د پرمختګ د څېړنې دپاره ګټه لری، نو د زياتو اړوندو پوهانو پاملرنه يی ځانته راجلب کړيده.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د چين د فلمونو د پرمختګ لومړنی پړاو په هکله څه معلومات واوريدل. د هنر او کلتور نننی پروګرام په همدې ځای پايته ورسيد. ستاس له غږ نيولو څخه ډيره مننه کوو. خوشحاله اوسئ!