<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-21 17:40:27    
د شان سی مڼی په نړيواله ساحه کی ښه بازار لری

cri

د تير کال د اکتوبر په ١٢نېټه د چين د شان سی ولايت د لوچوانګ د مڼو په يو تجربوی باغ کی ډيره ګڼه ګوڼه وه.دلته د چين د شان سی ولايت د مېوو نړيوال ننداراتون پرانستل شوی و .د جنوب ختيځو هېوادونو د ټولنی په دوهمه غونډه کی برخه وال استازي له دی نندارتون څخه په ليدنه ډيرخوشحاله وو. په دغه باغ کی د مڼو ونی کتار کتار ولاړی دی .يوه بهرنی سوداګر وويل چی دلته په نړۍ کی د مڼو د کرلو ډيره ښه اډه ده .

په شان سی ولايت کی د مڼو نيالولو چارو په پيل کی هغو بزګرانو چی د مڼو د روزلو په اړه يی کم معلومات درلودل ،غوښتل چی د مڼو زيات نيالګي وروزی او زياتې ګټې تر لاسه کړي ،نو په هغه وخت کی په هر هکتار ځمکه کی د نيال شويو ونو شمير کافی نه و او په پای کی د دوی باغونو د حصلاتو مڼې کمی وی .

د بزګرانود توليدی لارو چارو د بدلولو لپاره د شان سی ولايت له ٢٠٠١ کال څخه تر ٢٠٠٤ کاله پوری د نوي تکنولوژۍ د زده کړې لپاره د دغی کرهڼيزی اډی ٥٠٠ تنه تخنيکی کارکوونکی جاپان ته ور وليږل او د حکومت په مرستی ١٠٠ بزګران هم د مڼو نيالولو په اړه د تجربو لاس ته راوړلو او د زده کړې لپاره بهرنيو هېوادونو ته لاړل. د تيرو څلورو کلونو په موده کی په دی برخه کی پنځه مليونه ١٥٠ زره تنه کارکوونکی روزل شول .د ٢٠٠٤ کال په دوبی کی زمونږ خبريال د لو چوانګ په ولسوالی کی زياتی ښی مڼې وليدلې چی د کيفيت ښه والی يی په سلو کی له ٤٠ په سلو کی ٧٠ ته لوړی شوی او د مڼو توليدی اندازه يی هم په سلو کی ٢٠ زياته شوی وه . له دی امله چی د نوی تکنولوژی په کارولو سره زياتی ګټی تر

لاسه شوی دی . نو نورو ډيرو بزګرانو د مڼو ونو په بيالولو پيل کړی دی چی په پای کی د مڼو کيفيت هم ښه شوی دی .د باغونو د ښه اداره کولو له امله ددی سيمی د مڼو پروسږنې توليدی اندازه د وړم کال په پرتله په سلو کی ١٠ زياته شوی ده .

د شان سی د مڼو کيفيت د ښه والی له امله اوس د دغه ولايت مڼی بهرنيو هېوادونو ته ليږول کيږی .د تيری می په مياشت کی د ايتاليا د دولتی تلويزيون يو پلاوی چی د ٢٠ تنو څخه جوړشوی و ،د دغه ولايت د مڼو په اړه دپاره يو خبری فلم چمتو کړ او د دغه فلم له ښودلو وروسته په ﻻ زياته توګه دغه مڼی په اروپايی هېوادونو او امريکا کی د خلکو د پاملرنی وړ ګرځېدلی دی . دتير کال د دسمبر په ١٦ نېټه د شان سی ولايت حکومت متحده عربی اماراتو په دوبی کی د عربی هېوادونو ټولنې د غړو هېوادونو له سوداګرانو سره غونډه جوړه وکړه .په ٢٠٠٦ کال کی د شان سی ولايت حکومت او د چين د کرنی وزارت په ګډه سره له ٢٥ اروپايی هېوادونو سره غونډی تر سره کړي او د دغو هېوادونو سوداګران به په هغه وخت کی په بروکسيل کی راغوني شی او د شان سی منو د اخستلو لپاره به قراردادونه لاسليک کړي .ورپسی به دوی په خپله د يو ځانګړی همکارۍ لپاره د شان سی تجريوی باغونو ته ولاړ شی .د معلوماتو له مخی هر کال ډير سوداګران د شان سی ولايت د مڼو بيلا بيلو باغونو ته راځی .

د تير کال د جولای په دريمه لسيزه کی د چين د کرنی وزارت په بلنه د هالنډ د يو پوهنتون د نباتاتو د څيړنيز مرکز څيړونکی ستيف او د ميوه لرونکو ونو د روزلو په اړه د هالنډ لوړ پوړی متخصص فرانک د لو چوانګ ولسوالی ته لاړل او د لو چوانګ په اړه د فانګ شيان په کليو کی يی د مڼو له اډې څخه کتنه وکړه .دوی په خوښی سره وويل چی د چين د مڼو بيالولو اډه ډيره ښه ده او د روزلو تکنالوژی يی هم ښه ده .د دوی په نظر په نړيوال بازار کی د شان سی مڼی د سيالی ښه توان او ښه راتلونکی لری .