د سين هوااژانس د خبر له مخی : د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د جنوری په شلمه نېټه په نيويارک کی يو ځل بيا د امريکی د پوځ د هغه عمل وغانده چه د جنوری په دېارلسمه نېټه يی د دغه هېواد د قبائلو پر سيمی باندی هوايی بريد وکړ او عامو خلکو ته تلفت رسيدلی دی ٠ هغه په همدې وخت کی وويل پاکستان تر اوسه پوری په دې هوايی بريد کی د القاعدی سازمان د غړو د مړينی شاهد نه دی پيدا کړی ٠
عزيز په همدې ورځ په نيويارک کی د م م په مقر کی په يوه مطبوعاتی غونډه کی وويل هغه به په د راتلونکی اونی کی په واشينګتن کی د امريکی ولسمشر بوش ته دغه پيښه راياده کړي ٠ خو هغه وويل پاکستان لا هم په ټينګه سره له تروريستی عناصرو سره د مبارزی په برخه کې د امريکی ملاتړ کوي ٠