<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-21 18:03:56    
د سبزيو د خوړلو په باب يو لړ تجويزونه

cri

ټولو ته معلومه ده چه خوراکونه د انسان پر روغتيا باندې ستر اغيزه لري چه په دي برخه کې سبزي مهم مقام لري ٠ زمونږ په ورځني ژوند کې له سبزيو څخه نه جلا کيږي ٠ سبزي د انسان د روغتيا له پاره ډير مه رول لوبوي ٠ سبزي د خوراکونو د رنګارنګ کولو ، د غذايت د زياتولو ، د ناروغيو د مخنيوي او د روغتيا د ساتنې له پاره نه اټکل کيدونکي رول لوبولي شي ٠ نو بايد له علمي نظره د سبزيو خوړلو ته زياته پاملرنه وکړو ٠ لومړي دا سمه نه ده چه ټول سبزي اومه خوړل کيږي ٠ ولي ؟ علت يي دا دي چه په ځينو سبزيو کې د اکسيژن د ترکيب مقاومتي عنصر او حتي زهرجن خاصيت موجود دي ٠ نو که داسي سبزي اومه وخورل شي ، صحت ته به زيانونه ورسوي ٠

دوهم په خپله خوښه وحشي سبزي مه خوري ٠ په دي هکله بايد دي ته متوجه شي چه زياتره وحشي سبزي يخ خاصيت لري او لږ شمير يي زهرهم لري ، نو که دغسي وحشي سبزي وخوړل شي ، معدې ته به زيان ورسوي او حتي د مسموميدو سبب به شي ٠

دريم د سبزيو ساتل او پخول ٠ په دي هکله د توجه وړ خبره دا ده چه تازه سبزي د ډير وخت له پاره ذخيره نه کيږي او د پخولو نه مخکې يي په پاکو اوبو ومينځي ٠ ځکه د اوږد وخت د ساتلو نه وروسته به په تازه سبزيو کې موجود غذايي مواد له لاسه ورکړي شي ، په بل عبارت که چيري د تازه سبزيو د پخولو نه مخکې پاک و نه مينځل شي ، په سبزيو باندې شيندل شوي کيمياوي سرې او درمل به په پوره توګه له منځه ولاړ نه شي او د دغه ډول سبزيو خوړل د انسان روغتيا ته ضرر رسوي ٠ بله د پام وړ خبره دا ده چه د تازه سبزيو د پخولو په وخت کې اور او د پخولو وخت بايد کم او برابر وي او اور باندې پاخه شي چه نه ډير نرم او نه سخته وي ځکه په هغو سبزيو کې چه په زيات وخت او قوي اور باندې پاخه شي ، په سبزيو کې موجود بيلا بيل ويتامينونه او معدني مواد يي چه د انسان د روغتيا له پاره ګټور دي ، په پوره توګه به له منځه و لاړ شي ٠ دغه راز د سبزي د پخولو په وخت کې زيات غوړي مه استعمالوي ، ځکه که د اوږد وخت له پاره زيات غوړي لرونکي سبزي وخوري ، دا به د لوړ فشار او يا د چاغوالي د ناروغتيا سبب شي ٠

څلورم د چين د عنعنوي طب له نظره بيلا بيل سبزې په يخ ، سوړ ، برابر او تود خاصيت ويشل کيږي او په کې موجود غذايي مواد هم يو شان نه دي ٠ مثلأ په شين رنګ سبزيو کې موجود ويتامينونه نسبتأ زيات دي ، په ژيړ رنګ سبزيو کې موجود ويتامين اي لږ څه زيات دي ، په سور رنګ سبزيو کې موجود معدني مواد او اوسپنه نسبتأ زياته ده ٠ نو له دي امله د روغتيا د ساتنې له پاره تر وسي پوري ډير قسمونه سبزې وخوري ٠