د سينهوا اژانس د جنوري په يوويشتمه نېتۀ خبر ورکړ چې اوس د چين په لويديځ کې د ګان سو په ولايت کې د وحشي پنډاګانو لپاره پنځه طبيعي ساتونکي ځايونه منځته راغلي او عمومي مساحت يې څلورو لکواتيا زرو هکتارو ته رسيدلی دی ، د ګان سو ولايت د وحشي حيواناتو د ساتنې د انستيتوټ يوه چارواکي په دې وروستيو ورځو کې خبريالانو ته وويل په تيرو پنځو کلونو کې د ګان سو ولايتي حکومت په خپله سيمه کې د وحشي پنډاګانو لپاره د طبيعي ساتونکو ځايونو ابادی ته پياوړتيا ورکړې او د پنډاګانو د ساتنې لپاره يې د بين المللي همکاري په اړه څو پروګرامونه ترسره کړي دي ، دغه راز يې د پنډاګانو د ساتنې د دوو سيمو په لرلو سره نور درې نوي ځايونه هم جوړ کړي دي ٠ پنډاګان په نړۍ کې ډېر قيمتي حيوانان دي ، دوي په عمده توګه د چين د سي څوان ، شان شي او ګان سو په دريو ولايتونو کې ژوندکوي ، د وروستنيو تحقيقاتو سره سم اوس په چين کې د وحشي پنډاګانو شميرنژدې يو زرو شپږو سوو ته رسيږي
|