د چين د بين المللي راډيو د خبر له مخې تيرکال په چين کې د يو لکو شپاړسو زرو تنو کوچنيو کوڅه ګردانو سره مرستې برابرې شوي دي ٠ د ٢٠٠٣ کال د اګيست په مياشت کې د چين حکومت په ښارونو کې د کوڅه ګردانو او ګداګرانو سره د مرستې په اړه اداري مقررات صادرکړي چې د دغو کسانو په تيره بيا د کوچنيو کوڅه ګردانو د مرستې دپاره يې رول لوبولی دی ٠ د ټولنې او کورنيو په شمول د زياتو عواملو له امله په ټولنه کې د کوچنيو کوڅه ګردانو موجوديت د نړۍ په مختلفو هېوادونو په وړاندې يوه سخته ټولنيزه مسئله ګرځيدلې ده ، د ابتدايي احصائيې له مخې اوس په چين کې لږ ترلږه يو لک پنځوس زره تنه کوچني کوڅه ګردان شته چې اکثريت يې د چېن د اقتصاد د وروسته پاتو سيمو په تيره بيا د کليوالي سيمو څخه ښارونو ته ننوتلي دي ٠
|