دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چين په شمال لويديځ کی د شينجيانګ د ويغوری قوم خود مختاره سيمه پرته ده ، په دغه لويه او ښکلی سيمه کی د ويغور ، قزاق او تاجک په شمول د څه د پاسه ١٠ قومونو خلک ژوند کوی او ددوي په خولو ډېری خوندوری ولسی سندری خپريږی٠ د چينی او بهرنی موسيقی په دی پروګرام کی به د چين د شينجيانګ ولسی سندری تاسو ته وړاندی کړو٠
( سندره١ )
همدااوس مو د ويغوری قوم يوه ولسی سندره واورېده چی نوم ئی الله باريخان دی٠ دغه سندره د شينجيانګ په جنوبی سيمه کی يوه مشهوره عشقي سندره ده او الله باريخان د يوې ښکلی نجلۍ نوم دی٠
( سندره ٢ )
قزاق داسی يو قوم دی چی له زرو کلونو راهيسی د شپنی ژوند تېروی، دوی په موسيقی کی ډېر تکړه دی ، دوي يوه داسی اصطلاح لری چه سندره او أس د قزاقيانو دوه وزرونه دي ٠ اوس به مونږ په ګډه سره د قزاقانو يوه ولسی سندره واورو چی نوم ئی نجلۍ او دوتار دی ٠
( سندره ٣ )
د ګليبتا په نامه سندره يوه مشهوره تاجکی سندره ده او د شينجيانګ په لويديځ د پامير په لوړو کی يی هر تن ويلی شی٠ اوس به مونږ په ګډه سره دغه خوندوره
سندره واورو٠
( سندره ٤)
ګرانو اوريدونکو ، چينی او خارجی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ شپه مو په خير٠