<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-22 17:13:55    
د اوقيانوس په وچه کی ميشته شويو مليتونه

cri

د اوقيانوس وچه د استوايی خط په جنوب او شمال کی د أرام سمندر په قلمرو کی پرته ده او د وچی مساحت يی اتو مليونو نهو لکو اوياوو زرو مربح کيلومترو ته رسيږی چی دغه مساحت د زمکی د عمومی مساحت نه په سلو کی شپږ برخه نيسی او په نړۍ کی تر ټولو کوچنی لويه وچه ده٠ دغه لويه وچه په څلورو برخو ويشل کيږی چی ډېر لوی هيواد ئی استراليا دی او نور کوچنی کوچنی ټاپوګان دی٠ د اوقيانوس وچه د جغرافيايی خصوصياتو له نظره د نورو لويو وچو په نسبت فرق لری، نو په دی وچه کی د ميليتونو ويشل او جوړښت هم د نورو لويو وچو سره توپير لری ٠ د اوقيانوس په وچه کی اوسيدونکی بوميان په بيلابيلو تاريخی دورو کی له جنوب ختيځی اسيا څخه په کډه راغلی او د شپاړسمی پيړۍ نه وروسته اروپايان دغی وچی ته رسيدلی وو چی اوس په دی وچه کی اوسيدونکی په دوو برخو ويشل شويدی چی يوه برخه يی نوميان او بله برخه يی بهرنيان دی٠ بهرنيان د دوو سوو کالو راهيسی له اروپايی ، امريکايی او اسيايی هيوادو څخه راغلی او ددوی اولادونه دی چی شمير يی د بوميانو نه ډېر زيات دی٠ د تازه احصايی له مخی بوميان يوازی شپږ ملينونه تنه او بهرنی اوسيدونکی دری ويشت مليونه تنه دی٠ د نژاد له نظره بوميان استراليايی نژاد لری او بهرنيان عمومأ اروپايان دی او ډيره کمه برخه يی چينايان دی٠ اوس د اوقيانوس په وچه کی څوارلس خپلواک هيوادونه پراته دی چی په دی کی استراليا او نوی زيلاند د انګريزی اولادونو څخه جوړ شوی او نفوس يی له پنځلسو مليونو تنو څخه اوښتی دی٠ په استراليا کی دری مليونه غير اروپايان دی چی خپل ملی خصوصيات او ايديالوژی يی ساتلی او اوسيدونکی نوميان يی يوازی دوه لکه تنه دی ٠ په نوی زيلاند کی دوه مليونه اوه لکه تنه ا اروپايانو اولادونه دی چی د هيواد د عمومی نفوسو څخه په سلو کی شپږ اويا برخه نيسی٠ خو د نوميانو شمېر يوازی دری لکه تنه دی٠ خو په بابويا نوی کينی کی د درو مليونو تنو خلکو څخه په سلو کی نهه نوی برخه نوميان دی او بهرنيان يی ډېر کم دی ٠ په دی هيواد کی ډېری لهجی شته او انګليسی ژبه د رسمی ژبی په حيث بلل کيږی٠ د فيجی په ټاپو ګانو کی د هيواد د اوو لکو تنو خلکو څخه په سلو کی نژدی شپږڅلويښت برخه بوميان دی او نور نژدی پنځوس برخه د هنديانو اولادونه دی٠ د اوقيانوس په وچه کی يو څرګند خصوصيت دا دی چی هيوادونه يی ډېر کوچنی دی او نفوس يی هم کم دی٠ له څوارلسو خپلواکو هيوادو څخه يوازی د استراليا نفوس له لسو مليونو تنو څخه ، د نوی زيلاند او بابويا نوی ګينی نفوس له مليونو تنو نه زيات دی او د نورو هيوادو نفوس ډېر کم دی٠ مثﻵ په فيجی او د سليمان په ټاپوګانو کی په جلاجلا توګه څو لکه تنه اوسيږی٠ په وانواتو او لويديځ سامويا کی فقط له يو لکو نه زيات اوسيدونکی او په کيريباس او تونګا کی شلګونه زره تنه اوسيدونکی شته او په تووالو او ناورو کی يوازی له لسو زرو تنو نه هم کم دی٠ په استراليا او بابويا نوی کينی کی روانی ژبی ډېری پيچلی دی٠ مثﻵ په استراليا کی پخوا پنځه سوه بومی قبايل موجود وو او هره قبيله خپله ژبه او لهجه لری، که څه هم ژبه پوهانو د دوی ژبو لپاره د زياتو کلونو څيړنه وکړه ، خو لا تر اوسه پوری ئی دا شاهد ندی پيدا کړی چی د دوی ژبی د نړۍ د نورو ژبو سره کوم خپلوان اړيکی لری او د دوو خپلواکو ژبو په حيث پيژندل شويدی ٠ خو په ميلانيسيا، ميکرونيسيا او پولينيسيا کی د قبايلو ژبی د اندونيزيا او فليپين د ځينو قبايلو د ژبو سره ډېری نژدی دی، نو له دی څخه د دوی ترمنځ د قومونو د نژديوالی اړيکی څرګند شوی او دوی عمومأ دوه زره کاله دمخه له جنوب ختيځی اسيا څخه په کډه ورغلی وو، نو د قومی کډه والی څرګنده نښه ساتل شويده٠