د چين د بين المللي راډيو د خبر له مخې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رئيس جيا چينګ لين د جنوري په دوويشتمه نېټه په بيجنګ کې هيله وکړه چې د چين د ديني حلقې شخصيتونه په مداومه توګه د هېواد د سمسورتيا او د ملي پياوړتيا دپاره خپل توان وقف کړي ٠ په همدې ورځ رئيس جيا چينګ لين د هېواد د دينې ټولنو د مسؤلينو سره خبرې وکړې او د خبرو په ترڅ کې يې وويل په تيرکال کې د چين د ديني ټولنو په ابادۍ کې نوي پرمختګ منځته راغلی او د ټولنيز ثبات او د هېواد د امنيت د ساتنې په برخه کې يې مثبت خدمتونه ترسره کړي دي ٠
|