<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-23 11:15:24    
د سينګاپور مطبوعاتی سرچينو د مرغانو انفلونزا د وقايی او کنترول لپاره د پيسو راغونډولو غونډی زياته ستاينه وکړه

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د سينګاپور د لينهه زاو باو ورځپاڼی د جنوری په درويشتمه نېټه د مرغانو له انفونزا سره د مقابلې لپاره د همکاری کولو تر عنوان لاندی يوه تبصره خپره کړی او پکی يی د مرغانو انفلونزا د وقايی او کنترول لپاره د پيسو راغونډولو د هغې غونډې زياته ستاينه کړی چه د جنوری په اوه لسمه او اتلسمه نېټه په بيجينګ کی تر سره شويده.

په تبصره کی ويل شوی چه په دغه غونډه کی بيلا بيلو خواوو د م م د سرمنشی کوفی انان غوښتنې ته فعال غبرګون څرګند کړ او د مرغانو انفونزا د وقايی او کنترول لپاره يی د پيسو او موادو بسپنی ورکولو ژمنه وکړه. په دې غونډه کی له دری دېرشو هېوادونو څخه د يو مليارد او نه سوه مليونو امريکايی ډالرو د بسپنی ژمنی وشوی، دا شمېر په هدف کی نيول شوی د يو مليارد او دوه سوه مليونو امريکايی ډالرو له اندازی څخه ډېر زيات و چه د نړيوال بانک لخوا ټاکل شوی و. د چين صدراعظم ون جيا باو په غونډه کی اعلان وکړ چه د چين حکومت به لس مليونه امريکايی ډالره بسپنه ورکړی او دغه پيسی به ژر اړوند ارګان ته وسپارل شی.