په ١٩٨٥ کال کی د جنوبی قطب د جارج په نامه ټاپو کې د چين د هوا پېژندنې لومړی مرکز جوړ شو او له هغه مهال وروسته د چين عالمانو په جنوبي او شمالي قطبونو کې زياتې علمې څيړې تر سره کړيدي .
په نژديو ورځو کی چين دوه ويشتمه ځله د جنوبی قطب د څېړنې ډله جوړه کړه چه يو سلو څلور څلويښت تنه عالمان په شامل دی. د دغی ډلې يو سلو نولس تنه د جونګ شان په نامه مرکز او نور پنځه ويشت تنه يي د لوی ډيوال په نامه مرکز ته لاړل . هغه عالمان چه د جونګ شان مرکز ته تللي ، د شيو لونګ په نامه د يوی څيړنيزې بيړۍ په واسطه د تير دسمبر په اتلسمه نېټه د دې مرکز نژدی سيمې ته ورسېدل او ژر يي په خپلی عملی څېړنې پيل وکړ.
د چين جګ پوری مخانيک انجنير لی جين يان چه څلورم ځل د جنوبي قطب د ګلوف په غرنې سيمه کې په څيړنې پيل کوي ، د جنوری په دوولسمه نېټه له جنوبی قطب څخه د چين خبريال ته تليفون وکړ چه د چين څيړونکې ډلې د جنوری په يولسمه نېټه ماښام د جنوبی قطب د ګلوف د غره په سيمه کی له سپوږمۍ څخه رالوېدلې يوه ډبره وميندله چه وزن يی يوازي صفر اعشاريه اته ګرامه دی او رنګ يي سپين دی .
د چين د علمو اکاډمی غړی او د سپوږمۍ د څېړنېز پلان لومړی عالم او يانګ ځيوان وويل دا يو ډېر ښه خبر دی. ځکه چه د ځمکنی کرې د رامنځته کېدو راهيسی، أسماني ډبرې اکثرأ په لويوسمندرونو يا هغو سيمو کی لوېدلې دی چه انسان پکي نه شته . له سل ګونه زره کلونو راهيسی له سپوږمۍ څخه رالوېدلې ډبرې ښايی د جنوبی قطب په کنګل شويو ځايونو کی پرېوتی وي . نو د سپوږمۍ ډبره ارزښتمنه ده او تر اوسه پوری په نړۍ کی له سپوږمۍ څخه دوه ويشت رالويدلې ډبرې موندل شويدی.
د سپوږمۍ ډبرو د څېړنې ارزښت په باب او يانګ ځيوان وويل چه سپوږمی او ځمکه په جلا جلا توګه څلور ميليارده پنځه سوه مليونه کاله او څلور
ميليارده شپږ سوه مليونه کاله دمخه رامنځته شوي دی. د فضايي بيړۍ په توغولو سره د سپوږمی له نهو ځايونو څخه ډبرې تر لاسه شوي دي. که د سپوږمی د نورو ځايونو ډبری ولټول شی، نو د سپوږمی د ډبرو د تقسيم او ويشنې په باب به ډېر زيات معلومات تر لاسه شی او هم به د سپوږمی د بشپړ تاريخ د څېړنی لپاره ګټور وی.
د ګلوف په غرنې سيمه کی د دغی څېړوونکی ډلې مدير جو يی تای د جنوری په اوه لسمه نېټه په خپلو تليفونی خبرو کی خبريال ته وويل چه په محلی وخت د جنوری د شپاړسمې نيټی تر لسمو بجو پوري دوي يو زر او دری سوه اته اتيا أسماني ډبرې پيدا کړی دی . له څېړنې مخکی ، دوی پلان درلود چه يو زر أسماني ډبرې ولټوي ، خو د تيرې نيمې مياشتې د کوشش سره سم ، دغه پلان به هرو مرو ترسره شي او ښايی چه له دريو زرو څخه زياتې دغه ډول ډبرې لاس ته راوړي .
ښاغلی جو يی تای وويل چه د ګلوف په غرنې سيمه کی له څلور ځله څېړنو وروسته ، په جنوبی قطب کی د لاس ته راوړل شويو ډبروشمېر د امريکی لخوا د تر لاسه شويو ډبرو شمير يعني اوو زرو ته نژدی شويدی . په دغه څېړنه کی شپږ کاربونيکې ډبرې ، دوه ډبرې چه ګردې نه دي ، يو اوسپنيزه ډبره ده او هغه لومړني لويه أسماني ډبره چه تازه لاس ته راغلې ده، درې اعشاريه اوه کيلوګرامه وزن لري .