<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-23 19:09:39    
هغه لس تنه مشهور شخصيتونو و ټاکل شول چی په تير شوی کال کی يی د چين په اقتصاد باندی ستره اغيزه کړی ده

cri

ګرانو اوريدونکو ،په دی وروستيو ورځو کی د رايو ور کولو له لاری په ٢٠٠٥ کال کی هغه لس تنه مشهور شخصيتونه وټاکل شول چی په تير شوی کال کی يی د چين په اقتصاد باندی ستره اغيزه کړی ده .دوی ټول له تصديو څخه راغلی او د خلکو او متخصصانو له خوا منل شوی دی .په نننی پروګرام کی به تاسو ته د دغو نامتو شخصيتونو له انتخابولو څخه د چين د اقتصاد د نوی پرمختګ د څرګندېدو په باب معلومات وړاندی کړو.

په تيرو ٢٠ کلونو کی د چين اقتصاد د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړی دی .د کورنيو توليداتو د عمومی ارزښت په سلو کی د ٩ په سرعت جين د اقتصادی قوت له پلوه په ٢٠٠٤ کال کی په نړۍ کی شپږم ځای نيولی دی . د چين د اقتصاد د پرمختګ په همدی ترڅ کی د چين تصدۍ له ځينو مسئلو سره مخامخ دی .د چين د اقتصاد د دايمی پرمختګ لپاره چينايان هېله من دی داس عصری تکنالوژی لرونکی توليدات جوړ کړي چی د پوهنی ځانګړی ملکيت لری .

په دی پس منظر کی د جونګ شينګ په نامه د الکترونيکی توليداتو محدود شرکت عمومی مدير دنګ جونګ هان چی د کوچنی ټوټی څيړنی لارښوونه کوی ،د ٢٠٠٥ کال د چين د اقتصاد د کلنی نامتو شخصيت لومړی جايزه تر لاسه کړه .د جايزی ور کولو په مراسمو کی هغه وويل (اواز................) زه د هغو کسانو په استازيتوب جی د نوی تکنالوژی د څيړنی لپاره هڅه کوی ،دغه جايزه اخلم .زما په نظر له دغی جايزی څخه څرګنديږی چی زمونږ هېواد د بازاری اړتيا سره سم هغه نوی ډول اقتصاد جوړ

کړې چی پکی تصدۍ د علمی اختراعاتو د مالکيت حق لری .

په دغه انتخاب کی د شخصی تصديو د مشرانو شمير د دولتی تصديو له استازو سره برابر دی .د چين د صنايعو او سوداګری ټولنی مشر هوانګ منګ فو وويل د دی له خوا د جايزی له تر لاسه کولو څخه دا څرګنديږی چی غير دولتی اقتصاد د چين په اقتصاد کی نور ډير رول لوبولی او لوبوی يی.(اواز................)د چين غير دولتی اقتصاد په سلو کی ٧٥ د استخدام چوکۍ برابری کړی او د چين د اقتصاد او د ټولنيز پرمختګ لپاره يی زيات خدمتونه تر سره کړي دي .

د لسو تنو نامتو شخصيتونو بر انتخاب سربيره ټولنی ته د ګتو رسولو جايزه هم ټاکل شوی ده .د بيجينګ د نړيوال کلی د کلتوری مرکز جوړونکی ميرمن ليو شيا ايی دغه جايزه تر لاسه کړه .

په ١٩٩٥ کال کی د دغه مرکز له جوړولو راهيسی هغی د چاپيريال د ساتنی لپاره لس فلمونه جوړ کړي او د دايمی انرژی په هکله د خبريالانو فورم يی جوړ کړی دی .په همدی ترڅ کی دا په چين کی تر اوسه پوری يوازنی ښځه ده چی د نړيوال چاپيريال او پرمختګ په اړه يی لويه جايزه يعنی د سوفی جايزه تر لاسه کړی ده .هغی د خبريال سره دمرکی په ترڅ کی وويل چی د چين د اقتصاد چټکتيا د دغه هېواد د چاپيريال د ساتنی لپاره يوفشار دی .نو د چاپيريال د ساتنی په چارو کی د حکومتونو ،تصديو او خلکو برخه اخيستل لازم دی (اواز...............) د دغی جايزی له تر لاسه کولو څخه د چاپيريال د ساتنی د ملکی موسسو لپاره د حکومتونو او خلکو هڅونه څرګنديږی .د چين د اقتصإد له چټګ سره سم نور ډير خلک ټولنيز عدالت او د چاپيريال ساتنی ته ډيره پاملرنه کوی .

د اقتصإد پوهانو په نظر په تير کال کی د چين د اقتصإد جوړښت په پرله پسی توګه بشپړ شوې او غير دولتی اقتصاد هم نوی پرمختګ کړې دی .هغه تصدفی د زياتيدو په حال کی دې چی عصری تکنالوژی کاروی او د پوهنی د مالکيت حق يی لری .په همدی ترڅي کی د چاپيريال ساتنه او د انرژی معقول استعمال اوس د ټولنی د توجه وړ مسئلی دی .داسی نوی بدلونونه د اښيی چی اوس د چين اقتصاد په سالم او برابر ډول پرمختګ کوی .