ګرانو اوريدونکو ، په مځکه کی بيلا بيل ځناور او حيوانات ژوند کوی او د پروګرام په دی برخه کی به تر ټولو وړو او کوچنيو ځناورو په اړه په زړه پوری معلومات تاسو ته وړاندی کړو .
ګوته ايزه بيزو چه د جنوبی امريکی د أمازون سيند د دواړو غاړو په ځنګلونوکی ژوند کوی ، په مځکه کی ترټولو وړه بيزو ګڼله کيږی . دغه ډول بيزو له لويېدو وروسته يوازی له لسو نه تر دولسو سانتی مترو پوری جګوالی لری او بدنی وزن يی له اتيا نه سلو ګرامو ته رسيږی . هغه بيزو چه نوی زيږيدلی وی ، يوازی ديارلس ګرامه وزن لری . سپګې د دغه ډول بيزو د خوښی خوراک دی .
له دی امله چه دوی نرم او ملايم خوی لری ، نو د جنوبی امريکی سيمی
سره هنديان د دغه ډول ګوته ايزو بيزګانو له روزلو سره علاقه او خوښی لری .
ړوند مار چه د چين د بوهای سمندر په ختيځه غاړه کی ژوند کوی ، يو ډول داسی وړوکی مار دی چه بدنی شکل يی له خاورين چنجی سره ورته والی لری . دغه ډول کوچنی مار يوازی له اوولسو نه تر اتلسو سانتی مترو پوری اوږدوالی لری او په نړۍ کی تر ټولو کوچنی مار ګڼل کيږی .
د دانکا په نامه هغه سپی چه بدنی اوږدوالی يی يوازی اتلس اعشاريه ات سانتی متره دی ، په نړۍ کی تر ټولو کوچنی سپی بلل کيږی او د جنيس په نړيوالو ريکارډونو کی شامل شوی دی .
په سيدنی کی د استراليا موزيم د يو ډول وړوکی کب په باب يو عکس
خپور کړی . دغه ډول وړوکی کب يوازی اووه ملی متره اوږدوالی او يو پر زرو ګرام وزن لری . دغه راز عمر يی يوازی دوې مياشتې دي . د استراليی د يو اړوند عالم په باور ، تر اوسه پوری په نړۍ کی د کشف شويو کبانو او مهره لرونکو
حيواناتو په ډله کی نوموړی کب ترټولو وړوکی دی . اوس د استراليا يوه اړونده خوا د جنيس په نړيوالو ريکاردونو کی د هغه د شموليت لپاره زيارباسی .
يو ډول کوچينی أس يوازی د استراليا په هيواد کی شته چه د بدن جګوالی يی له شپيتو نه تر سلو سانتی مترو پوری دی او منځنی جګوالی يی اتيا سانتی متره دی ، ددغه ډول أس بدنی اوږدوالی د سلو سانتی مترو په شاوخوا کی او بدنی وزن يی له پنځوسو نه تر سلوکيلوګرامه پوری دی دغه ډول کوچينی أس چه عمر يی يو کال ته رسيږی ، د خپل راتلونکی نسل د زيږولو توان لری . دغه ډول کوچينی أس داسی غوره والی او ځانګړيتوب لری چه صحت يی ډيرغښتلی دی ،په أسانه توګه له چاپيريال سره سمون خوری ، په ناروغيو لږ اخته کيږی او د روزلو طريقه يی له نورو أسانو سره توپير نه لری .
خو دغه ډول کوچينی أس په هر ساعت کی کم تر کمه ٣٦ کيلومتره منډه وهلی شی . د أس په شا د بار وزن کم ترکمه د هغه د بدنی وزن له يو يا دوه پر دريمی برخې سره برابر دی او په هره لاره منډه وهلای شی چه د نورو ترانسپورتی وسايلو په پرټله نوموړی أس دغه ځانګړی توان لری .
په نړۍ کی تر ټولو کوچينی هوسۍ په جنوب ختيځه اسيا کی ژوند کوی چه کورنی هوسی نوميږی او بدنی جګوالی يی يوازی د شلو سانتی مترو په شاوخوا کی او بدنی وزن يی تقريبأ دوه اعشاريه اووه کيلوګرامه دی چه د هوسيو په ډله کی تر ټولو وړه هوسۍ ګڼله کيږی .
په نړۍ کی د شاتو مچۍ په شان تر ټولو کوچينی مرغ شته چه اوږدوالی يی له سره تر لکۍ پوری له دوو سانتی مترو څخه هم لنډ دی . يوه په زړه پوری خبره دا ده چه دوی دالوتنی په ترڅ کی دشاتو مچۍ په څير غږ کوی او د ګلانو
خواږه او شات د دوی د خوښی خوراک هم دي . نو په دی توګه دغه ډول مرغه ته د شاتو مچۍ مرغه ويل کيږی .
ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدااوس په مځکنی کره کی تر ټولو واړو او کوچنيوحيواناتو په باره کی څه په زړه پوری معلومات واوريدل . مونږ انسانان او حيوانات په يوه مځکه کی ګډ ژوند کوو او يو له بل سره نژدی اړيکی لرو . نو له دی امله مونږ انسانان بايد ټول حيوانات د خپلو دوستانو په توګه وګڼو او له دوی سره مينه ولرو او يو له بل سره د دوستانو په شان ګډ ژوند وکړو .
قدرمنو اوريدونکو ، اوس به د يوی خوږی سندری په وړاندی کولو سره زمونږ دغه پروګرام هم پای ته ورسوو . ستاسو نيکمرغی او خوشحالی غواړو .