<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-24 17:02:39    
لوبغاړی يانګ يانګ غواړی چه د اولمپيک په راتلونکو ژمنيو سپورتی لوبو کی بيا ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي

cri

د اولمپيک د شلمی دوری ژمنی سپورتی لوبې به د راتلونکي فبروری په مياشت کی د ايتاليی په دورينو کی تر سره شی ٠ په ٢٠٠٢ کال کی د امريکې د سالت ليک په ښار کی د اولمپيک په ژمنيو سپورتی لوبو کی د چين مشهورې لوبغاړې يانګ يانګ داسي يوه لومړنی لوبغاړې شوه چه د پنځو سوو مترو په لنډ واټن کی يې د يخ بازی په مسابقو کی طلايی مدال تر لاسه کړ او سر بيره پر دې يې هم د زرو مترو په اوږدوالی مسابقه کی لومړی مقام وګاټه ٠ له څلور کاله مودی وروسته به اوس د اولمپيک ژمنی سپورتی لوبی ژر ترسره شي ، نو يانګ يانګ هيله لری چه په دورينو کی بيا بری لاس ته راوړي ٠

د تيری دوری د اولمپيک له ژمنيو سپورتی لوبو وروسته يانګ يانګ د کنګل لوبی له ميدان څخه ووتله او د چينګ هوا په پوهنتون کی يې د صنعتی او سوداګريزې ادارې په څانګه کی په زده کړی پيل وکړ او وروسته بيا د لوستلو لپاره امريکی ته لاړه ٠ خو د تير اکتوبر په مياشت کی هغې په غير متوقع توګه د کنګل لوبی په روزنی د بيا پيل کولو اعلان وکړ ٠ لږه موده د مخه هغې زمونږ له خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل چه د کنګل لوبې سره د مينی له امله يې بيا په روزنه پيل وکړ٠ هغې وويل ___اواز___

په پيل کی می زياتو ملګرو له دې پريکړې سره مخالفت وکړ ځکه چه ددوی په نظر که چيری زه په راتلونکو مسابقو کی اتله نه شم ، د ګڼ شمير نندارچينانو په سترګو کې به زه ماتی وخورم ٠ په هغه وخت کی ما د راتلونکي په هکله وړانديزونه نشوای

کولای ، خو په دې ښه پوه شوم چه که چيری په دورينو کی زه د يوې نندارچې په توګه مسابقې وګورم ، هم به غمجنه شم . د ګنکل لوبی ميدان زما د أرزو د پلي کولو ځای دی ، نو زه هيله لرم چه د خپلې أرزو تر سره کولو ته دوام ورکړم ٠

په راتلونکو ژمنيو لوبو کی به يانګ يانګ تر وسی پوری په لند واټن کی د کنګل لوبی په مسابقو کی د طلايی مدالونو د تر لاسه کولو لپاره کوشش وکړي ٠ خو د هغی چلنج هم ډير ستر دی ٠ د زياتو ځوانو لوبغاړو په پرتله د يانګ يانګ عمر او بدنی توان ضعيف دی ٠ خو هغه لا هم باوري ده چه په زياتو مسابقو کی د ګډون کولو تجربې او پخه روحې وضع يې په مسابقو کې د بري موندلو عمده لامل دی ٠

د دوو دورو په ژمنيو سپورتی لوبو کی له ګډون نه وروسته يانګ يانګ چه عمر يي ديرش کاله دي ، د ميدالونو د ګټلو نه پرته په دې لوبو کی د دريم ځل د ګډون کولو بهير ته زياته پاملرنه کوي ٠ هغې وويل ___اواز____

د ٢٠٠٢ کال د اولمپيک د ژمنيو سپورتی لوبو د پنځو کلونو په موده کې ما د يو زر او پنځه سوه کيلو مترو په فاصله د کنګل لوبی په ټولو مسابقوکی برياليتوبونه ساتلي دي ، خو د امريکې د سالت ليک په سپورتی لوبو کی می د زياتو غوره او غښتلو لوبغاړو سره په سياليو کې ماتی وخوړله په هغه وخت کی دوه ورځې زما لپاره ډيرې مشکلې ورځې وې ، خو بختوره خبره دا ده چه زياتې ګټورې تجربې مې لاس ته راوړی دی ٠

يانګ يانګ له ١٩٩٩ کال څخه د لوبغاړو د استازی په توګه د کنګل لوبی د نړېوالی ټولنی په مختلفو غونډو کی ګډون کړی او د دې لوبو د ودې په هکله يې خپل وړانديزونه وړاندی کړی دی ٠ په ژمنيو سپورتی لوبو کی د لومړی مقام د لاس ته راوړلو نه وروسته يانګ يانګ د دغو چارو د پياوړتيا لپاره زيات خدمتونه کړی دی ٠ هغې وويل ___اواز____

د نړېوالو سپورتی موسسو په فعاليتونو کی د ګډون له لاری زما نظر يې لا نورې پراخې شويدي ٠ پخوا ما يوازي خپلې پښی او سکيتونه کنترول کولاي شوی ، خو اوس د لوبو نه پرته په نورو برخو کې د زياتو تجربو د لاس ته راوړلو نه وروسته خپلې نظريې په ازاده توګه څرګندولی شم . دغه راز اوس زه دا توان لرم چه په راتلونکو مسابقو کې بيلا بيل بيړنی ستونزې حل کړم .

هغه به په دورينو کی هم د اولمپيک د نړيوالې کميټې په اړه د لوبغاړو شورا د غړو په ټولټاکنو کی ګډون وکړي ٠ دا هيله لری چه د يخ بازی له ميدان څخه د وتلو نه وروسته په دايمی توګه د اولمپيک او د چين او نړۍ د سپورتي تګ راتګ لپاره خپل لازم خدمت وکړي .