<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-24 17:50:43    
په بېجينګ کې د بنجاره پلورنځي مشره لي هونګ مين

cri

ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! يوازي پخوا په چين کې بډايانو له جواهرو او نورو قيمتی ډبرو څخه د جوړو شويو زېوراتو اخيستلو توان درلود ، خو اوس د خلکو د ژوند سطحې د لوړيدو سره سم عام خلک د زيوراتو اخيستنه توانيږي لری . د ښځې او ټولنه په نننی پروګرام کی به تاسو ته د بنجارې يوې مغازې د مشرې په باب معلومات وړاندی کړی .

لي هونګ مين چه عمر يی ديرش کاله دی ، له تودو احساساتو ډکې څېری خاونده ده . د بېجينګ د شي جينګ شان په ښاری سيمه کې د يو چيوان په نامه يو بازار شته چه رنګارنګ ګلونه ، طلائی کبان ، ملغلرې ، جواهر او قيمتې ډبرې پکې خرڅېږی . مېرمن لي په دغه بازار کې د بنجاره پلورلو يوه کوچني مغازه لري . که څه هم د دې مغازه کوچنی ده ، مګر ډېره مشهوره ده . ځکه چه مېرمن لي په صداقت او اعتماد سره معامله کوی او د مشترياتو ستاينه يی تر لاسه کړی ده

لي هونګ مين په ١٩٩٥ کال کې په يوه دولتي مغازه کې بنجاره پلورونکې وه او تر اوسه پوری لس کلنه تجربه لري . هغې زمونږ د راډيو له خبريال سره د يوې مرکې په ترڅ کې وويل :

پخوا مې د قيمتي ډبرو او بنجارې په باب هيڅ معلومات نه درلودل ، يوازی دا چې د نورو ښځو په شان له ګاڼو او بنجارو سره مينه لرم . نو له دې کسب سره مې هم علاقه پيدا شوه .

خبريال ورڅخه پوښتنه وکړه چه اوس ولی له شنو قيمتي ډبرو سره مينه لرې ؟ هغې ځواب ورکړ چه د کارونو په لومړيو کلونوکې می جواهر او د سروزرو ګاڼې خرڅولی .

وروسته می له شنو قيمتی کاڼو سره مينه پيدا کړه . د شنو قيمتي ډبرو په هکله معلومات ډير په زړه پوري دي او له قيمتي ډبرو سره له مينه والی څخه حتی د يو ملت کلتور را څرګندېږی . لي هونګ مين يو کتاب راوړ او خبريال ته يي په دي اړه معلومات ورکړل . اوس د ده په کور کې داسي ديرش کتابونه شته .

د تجربو او پيسو له راغوندولو وروسته مېرمن لي د خپلو کوششونو له لارې خپله مغازه پرانيسته . که څه هم ډيرې پيسې يی لګولی دی ، خو د دې مغازه ځانګړي سبک لري او په ښه ډول ښکلی شويده . هغې وويل :

ما په خپل اقتصادې توان دغه مغازه نيستله ږ که پيسې مې زياتې شی ، نو يو لويه مغازه به پرانيزم ، خو پخوا معاش اخيستونکې کارکوونکې وم ، نو کمې پيسې مي زيرمه کړيدي .

مېرمن لي د خپلې مغازې د پرانستلو لپاره ډيرې ستړتياوې ګاللي دي حتی د اومو موادو اخيستلو ، چمتو کولو او مشتريانو ته د چمتو شويو بنجارو د ليږلو دندې يی په خپله غاړه اخيستې دي .

که څه هم کارونه ډير دي ، خو مېرمن لي خپلو مشتريانو ته لا ښه خدمتونه کوی . د خپل کار و بار د يادونې په ترڅ کې مېرمن لي زمونږ خبريال ته وويل :

هر څوک بايد خپله ژمنه ترسره کړي . زه خپل زوي ته هميشه داسي وايم چه بايد خپل اعتبار له لاسه ور نه کړی . د سوداګرۍ په ترڅ کې ژمنه او خدمت تر ټولو لومړي اهميت لري او يوازي د خپل اعتبار د ساتلو په بنسټ ګټې اخيستی شي . نو زما په مغازه کې هره ګاڼه جعلي نه ده او زيات شمير دايمي مشتريان لرم .

مېرمن لي هيله لری چه خپله سوداګري به ګام په ګام ښه کړی تردی چې نه يوازی په هيواد کي دننه مشتريان ددې مغازې ته راشی ، بلکې بهرني مشتريان هم ددې مغازې څخه بنجارې واخلي . هغې وويل :

زما مغازه د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتي لوبو لپاره له جوړ شويو ميدانونو او ستيديومونو سره لنډه فاصله لری ، هيله منه يم چه لا زيات بهرني دوستان د اولمپيک لوبو په موده کې زما مغازې ته راشي . هغې زياته کړه چه په هغه وخت کې به نه يوازې د ځان لپاره ، بلکې د هيواد لپاره د يوې چينايي ښځې په توګه غوره بڼه وښيي .

ګراو اوريدونکو ، د ښځه او ټولنه نننې پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد ، ستاسو د کاميابی او خوشحالی په هيله .