<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-24 18:13:29    
*اروپايی او امريکايی هيوادونو خپل غوره والی او برلاسی څرګند کړ

cri
*اروپايی او امريکايی هيوادونو خپل غوره والی او برلاسی څرګند کړ

د اولمپيک د اوومی دورې د سپورتی لوبو په اړه د پهلوانی او سوک وهلو په مسابقو کی اروپايی او امريکايی هيوادونو خپل غوره والی او برلاسی ښکاره کړ . د لرغونی غيږی نيولو په لوبه کی اروپايانو ټول ١٥ طلايی مدالونه وګټل چه په دی جمله کی ٩ يی د فيلنډ لخوا ترلاسه شوې . خو د سوک وهلو په اړه د بيلا بيلو کچو په اتو لوبو کی اروپا يوازی يو طلايی مدال وګاټه او نور پنځه طلايی مدالونه پر امريکی او کانادا باندی وويشل شول .

* د اولمپيک سپورتی لوبو ته د پوځی بيړۍ سفر

په بيلجيم کی د اولمپيک د اوومی دوری د سپورتی لوبو د پرانستلو نيټه ورځ په ورځ را نژدی کيده ، خو د امريکی د سپورتی ډلی د لوبغاړو لاسونو ته لا بيړۍ ټکټونه نه وو نه رسيدلی او دی ته اړ شول چه د امريکی له سمندری پوځ څخه د مرستی غوښتنه وکړی . په دی توګه د امريکی سمندری پوځ دوی ته يوه بيړۍ وروليږله . دغه بيړۍ ډيره پخوانی او زړه شوی وه ، هرځای يی له کثافاتو نه ډک و او ډير موږکان پکی ليدل کيدل .نو په داسی حال کی امريکايی ورزشکاران دی ته اړ شول چه تر هرڅه لومړی دغه بيړۍ پاکه کړی . له دی وروسته بيا د ١٩٢٠کال داولمپيک په سپورتی لوبو کی د برخی اخيستنی لپاره په دغه زړه بيړۍ کی بيلجيم ته روان شول .

*د رسی کشۍ وروستی سيالی

د اولمپيک په لومړنيو څو سپورتی لوبو کی د لوبو ډولونه د کوربه ښارونو د چارواکو د مينی او علاقی سره سم وټاکل شول . د رسی کشۍ لوبه له ١٩٠٠ کال څخه د اولمپيک د مسلسلو پنځو دورو په ورزشی لوبو کی شامله شوه او وروستی ځل په ١٩٢٠ کال کی د انتويرپ د اولمپيک په سپورتی لوبو کی ترسره شوه . د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی د دنمارک او سويدن ګډی ډلې په ١٩٠٠کال ، امريکی په ١٩٠٤کال ، برتانيی په ١٩٠٨کال ، سويدن په ١٩١٢کال او برتانيی په ١٩٢٠کال کی په جلا جلا توګه د رسۍ کشولو په مسابقو کی د قهرمانۍ لقب ترلاسه کړی و .

* د تنيس ښځينه ربته النوع - لينګلين

د اولمپيک په دغو سپورتی لوبو کی د فرانسی د تنيس لوبغاړی سوزانی لينګلين د يو ډير ځلاند ستوری په توګه شهرت وموند او د شلمی پيړۍ په دويمه لسيزه کی د تنيس په لوبه کی تر ټولو مشهوره ښځينه ورزشکاره هم بلله کيدله . هغی د شلو کلونو په وخت کی يعنی د انتويرپ د اولمپيک د سپورتی لوبو دترسره کيدو يو کال مخکی د ويمبلدون په نړيواله سيالی کی په جلا جلا توګه د تنيس په يوه او دوه کسيزه لوبه کی لومړنی ځايونه نيولی وو . د انتويرپ د اولمپيک په دغوسپورتی لوبو کی هغی د تنيس په يوه کسيزه لوبه کی طلايی مدال هم وګاټه او دغه شان يی له ورزشکار جولی هلارد ديکوجيس سره يو ځای د نارينه او ښځو په غبرګونی لوبه کی هم د قهرمانۍ لقب ترلاسه کړ .

*ډير ډنګر قهرمان _ چارس پردوک

د انتويرپ د اولمپيک سپورتی لوبو په اړه د سلو مترو په واټن ځغاستی کی د امريکی ورزشکار چارس پردوک قهرمان شو . دغه زلمی چه د ١٩٠٠ کال د

اګيسټ په ١١ مه نيټه د امريکی د تيکساس ايالت په يوه ښارګوټی کی زيږيدلی او د کوچنيتوب په وخت کی يی روغتيايی حالت ښه نه و او ډير ډنګر ښکاريده او له زيږيدو نه اووه مياشتی وروسته يی لا هم يوازی دری اعشاريه پنځه کيلوګرامه وزن درلود چه له يوه نوی پيداشوی ماشوم نه هم سپک و . خو هغه له خپل کوچنيتوب څخه له ورزش او سپورت سره ډيره علاقه او دلچسپی درلوده او له دی برکته چارس پردوک نه يوازی خپله روغتيا غښتلی کړی ، بلکی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی يی د سلو مترو واټن ځغاستی کی د الوتونکی سړی په توګه شهرت ترلاسه کړی دی .