د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د کونګ چون د جنوری په ٢٤مه نېټه په بيجينګ کې په يوه مطْوعاتی غونډه کې وويل چين به د افغانستان د بيا أبادی په بهير کې خپل مثبت رول ولوبولو ته دوام ورکړي ٠
وياند کونګ چون اعلان وکړ د چين د بهرنيو چارو وزير لی جاو شينګ به د روانی مياشتی له ٣١مې نېټی څخه د فبروری تر لومړی نېټی پوری په لندن کې د افغانستان د مسئلی په هکله په نړېواله غونډه کی ګډون وکړي ٠
هغه زياته کړه چين او افغانستان دوست ګاونډيان دی او چين تل په افغانستان کې د سياسی او اقتصادی بيا رغاونی بهير ملاتړ کوی ٠ نوموړی وويل چين په ٢٠٠٢ کال کې ژمنه وکړه چه افغانستان ته د يو سلو پنځوسو مليونو امريکائی ډالرو په ارزښت مرسته برابره کړي او تر اوسه پوری يې په وار سره افغانستان ته زياتې پيسې او مرستی برابرې کړی دی ٠ هغه وويل اوس چين د افغانستان د اوبو لګولو پروژو د بيا پيل کولو او د ښوونځيو او روغتونونو د جوړولو کارونه تر سره کوي ٠