<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-25 17:09:52    
د واده نه د مخه د شخصي مالونو ثبتول دزړو کسانو د بيا ودونو نوي رسم او رواج ګرزيدلي دي

cri

د چين د نفوس دعمومي شميرنې له مخې د چين په يو سلو ديرشو مليونو زړو کسانو کې څه د پاسه پنځه څلويښت مليونه هغه زاړه کسان شته چه يا يي ښخه او يا يي خاوند مړ شوي او عمر يي شپيتو کالو ته رسيږي ٠ د چين د ښځو د ورځپانې د تازه پلټنې له مخې له نوموړو زړو کسانو څخه په سلو کې دوه ديرش اعشاريه شپږ برخه زاړه کسان د بيا ودونو ارزو لري ٠ د چين په ځينو ساحلي او پرمختللي اقتصادي ښارونو کې نوموړي تناسبت هم لوړ دي ٠

د چين د خلکو د ژوندانه د سويي په پرله پسي او اچتيدو سره په زيات شمير کورنيو کې اقتصادي عايدات د پخوا په نسبت ډير زيات شوي دي چه په دي اثر دشخصي مالونو د ويشنې او د اړوندو جايدادونود ميراث په باب مسئلې د يو شمير زاړو کسانو د بيا ودونو خنډونه ګرزيدلي دي ٠ د چين د ودونواو کورنيو چارو په باب د نوي قانون د اړوندو مقرراتو سره سم خاوند او ښځه کولي شي چه د واده نه د مخه دشخصي مالونو او د واده نه وروسته د مشترکو چايدادونو د ثبتولو له لارې د نوموړو مالونو او چايدادونو د مالکيت او ميراث حق وټاکي ٠ نو ددي له پاره چه د بيا واده نه وروسته په کورني کې د اقتصادي جنجالونه مخه ونيول شي ، اوس په چين کې مخ په زياتيدونکي زاړه کسان چه بيا واده ته چمتوالي ښيي ، د شخصي مالونو د ثبتولو له پاره اړوند دفتر ته ورځي ٠

د چين د تيان جنګ په ښار کې همدغسي خدماتي دفتر شته چه د تيان جنګ ښار د اجتماعي علومو د اکاډمې د زړو کسانو د مسئلې په هکله متخصص ښاغلي هاو ماي شيو او د تيان جن ښار د زړو کسانو د کميټې سره په ګډه جوړ کړي دي ٠ د نوموړي دفتر د جوړيدو د اوو کالو نه راهيسي د زاړو کسانو د بيا دودونو له پاره ډير ګټور کارونه تر سره شوي دي ٠ متخصص ښاغلي هاو ماي شيو وويل چه د واده نه د مخه د شخصي مالونو ثبتول او د اړوندو اسنادو لاسليکول د هغو دري نه بدلونونو څرګندوي دي چه لومړي هغه شخصي مالونه چه د واده نه د مخه راوړل شوي ، د بيا واده له امله نه بدليدونکي دي ٠ دوهم د نوموړو شخصي جايدادونو د ميراث حق د بيا واده له امله نه بدليدونکي دي ٠ دريم د بيا واده د اړوندو دواړو خواوو د خپلو خپلو اولادونو ترمنځ روابط نه بدليدونکي دي ٠ د نوموړي دري نه بدلونونو پر بنسټ د زاړو کسانو د بيا واده د مسئلې په هکله هغه احتمالي تضادونه او کشمکش چه د شخصي مالونو او جايدادونو د ويشني او ميراث له امله رامنځته شوي ، ليري کيداي شي ٠ د اړوندې پلټنې له مخې شخصي مالونه او جايدادونه د زاړو کسانو د بيا واده له پاره ډير لوي خنډ ګڼل کيږي ٠ عمومأ که چيري د زړو کسانو جايدادونه او شخصي مالونه ډير وي ، د دوي اولادونه د زړو کسانو د بيا ودونو د مسئلې په نسبت ډير تضادونه لري او د زړو کسانو د بيا ودونو خنډونه ګرزيدلي دي ٠ د چين د بينجينګ او تيان جنګ په شمول د يو شمير لويو ښارونو د هغو زړو کسانو د پلټنې له مخې چه بيا يي واده کړي ، په سلو کې شپيته برخه يي د بيا واده نه وروسته بيرته طلاق جلا شوي دي ٠ خو د تيان جنګ ښار د نوموړي دفتر د جوړيدو نه وروسته تر اوسه پورې د هغې پلټنې له مخې چه د دوو سوو تنو زړو کسانو بيا ودونه يي ثبت کړي دي ، په سلو کې د نوي برخې د ودونو روابط ښه ساتل شوي دي ٠ ځکه د نوموړو درو نه بدليدونکي اصولو پر بنا د زړو کسانو د واده نه د مخه د شخصي مالونو او جايدادونو د ميراث او ويشنې ،د بيا واده نه وروسته د عايداتو د ويشتنې او د اړوندو کورنيو د غړو ترمنځ د روابطو د مسؤليت او داسي نورو اړوندو مسئلو په هکله مشخص مقررات ټاکل شوي ، نو د زاړو کسانو د بيا واده نه وروسته رامنځته شوي احتمالي مسئلې په اسانه توګه حليداي شي ٠