<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-25 17:23:03    
له نورو هيوادونو سره د چين د لوړو ښوونځيو تبادله او همکاري

cri

د نوي پيړۍ له پيل راهسې د چين د لوړې ښوونې په ساحه کې نړيوال تګ راتګ او همکاري زياته شوېده چه په دې توګه د علمي څيړنې او د استعداد لرونکو کسانو د روزنې لپاره مرستندويه زمينه برابره شوېده .

بيجينګ پوهنتون د چين د لوړو زده کړو له مشهورو ښوونځيو څخه شميرل کيږی او په وروستيو کلونو کې له نورو هيوادونو څخه د زده کړي د موادو د لاس ته راوړلو او د څيړنې په ډګر کې يي نړيواله تبادله او همکاري پياوړي شوېده . د دغه پوهنتون د نړيوالې همکارۍ د څانګې مشر ښاغلي شاهون وويل چه بيجينګ پوهنتون له نړيوالې همکارۍ څخه ګټې اخيستي دي . هغه وويل (أواز)

د وروستيو څو کلونو په ترڅ کې د نړيوالې همکارۍ او تبادلې له لارې نوي تدريسي نظريې او افکار تر لاسه شوي او زمونږ استاذانو د نورو هيوادونو له پرمختللي تدريسي موادو او طريقو څخه په استفادې سره او د خپل هيواد د ځانګړتياوو سره سم د ښوونې خپلې چارې اصلاح کړيدي . علاوه پردې بيجينګ پوهنتون د څيړنې په ډګر کې له بهرنيو پوهنتونونو سره همکاری هم نژدې کړېده ، مثلا په دوه زر لومړي کال کې يي د امريکې له ياله پوهنتون سره د بيالوژيکي او زراعتي تکنولوژۍ لابراتور جوړ کړی او د څلورو کالو راهيسې يي د ياله پوهنتون د بيالوژۍ او ژنتيک ټولو پروفيسرانو بيجينګ پوهنتون ته سفر کړی او د لکچر په ډول يي د بيجينګ پوهنتون له اړوندو استاذانو سره د علمي نظريو تبادله کړېده . اوس د دواړو پوهنتونونو استاذان يا زده کوونکي د يو بل پوهنتون په لابراتور کې کار کوي او څو علمي رسالې يي خپرې کړيدي .

ګرانو اوريدونکو ، د يادې شوې همکارۍ نه پرته له بهرنيو پوهنتونونو سره د چين

د لوړو ښوونځيو همکارۍ د يو بل پوهنتون ته د زده کوونکو يا اړوندو پوهانو د لېږنې او په تدريسي چارو کې له همکارۍ څخه شميرل کيږي ، اوس د امريکې ، استراليا ، انګلستان ، فرانسې او کاناډا په شمول د پرمختللو هيوادونو له نامتو پوهنتونونو سره د همکارۍ زر پروګرامونه د اجراکيدو په حال کې دي .

هه لي چه د چين د ولسي پوهنتون د پولي چارو د پوهنځي د څلورم ټولګي زده کوونکې ده ، د فراغت نه مخکې ډيره مصروفه ده ځکه چه د اقتصادي او پولي تګلارې د ادارې په پروګرام کې د شامليدو دپاره تياری نيسي چه دغه پروګرام د ولسي پوهنتون او د امريکې د کلمبيا پوهنتون لخوا په ګډه جوړ شويدی . هغې وويل (أواز) امريکا د اقتصاد په ساحه کې د نورو هيوادونو نه مخکې ده او په دې هکله يي تيوريکي څيړنې هم پرمختللي دي ، که په دې پروګرام کي شامله شم ، په دواړو پوهنتونونو کې به په جلا توګه يو کال زده کړه وکړم چه له پوهنتون څخه د فراغت نه وروسته به د کلمبيا د عامه ادارې د ماستري درجه تر لاسه کړم .

د پنځه ويشتو کالو راهيسې اته لکه تنه چيني زده کوونکي او يا پوهان بهرنيو هيوادونو ته استول شوي دي او په تيره بيا د وروستيو کلونو راپدې خوا د چين د اقتصاد د چټکتيا او د خلکو د ژوند د سويې د لوړتيا له امله هر کال په زرګونو تنو زده کوونکي په خپلو پيسو د عالي ښوونې د بشپړتيا دپاره بهرنيو هيوادونو ته ځي او په عين وخت کې بهرني زده کوونکي هم په پر له پسې ډول چين ته راځي . يوازي په دوه زره پنځم کال کې د يو سلو اوياوو هيوادونو څخه راغلي يو لک لس زره تنه زده کوونکي چين ته راغلي دي . د کوريا د جمهوريت څخه راغلي يو زده کوونکي کي جون کون چه اوس د بيجينګ پوهنتون د اقتصاد د ادارې په څانګه کي زده کړه کوي ،

وويل (أواز) د حکومت او لويو تصديو لخوا د برابرې شوي تګلارې په رڼا کې اوس ډير زده کوونکي چين ته ځي چه زما په ښوونځي کي شپږ اوه تنه ټولګيوال په بيجينګ پوهنتون کي درس لولي . بهرنيو زده کوونکو ته د زده کړې د ښو زمينو د برابرولو لپاره د چين حکومت لازم تدبيرونه غوره کړيدي . د بهرنيو زده کوونکو د راجلبولو په عين وخت کې چين له پرمختيايي هيوادونو سره هم مرستې برابرې کړيدي ، مثلا په تيرو پنځوسو کالو کي يي د پنځوسو افريقايي هيوادونو اوولسو زرو تنو زده کوونکو ته تحصيلي بورسونه ورکړي او پنځه سوه ديرش تنه چينايي ښوونکي يي افريقې ته ليږلي دي . د حبشې څخه راغلي زده کوونکي سينتاياهو اولديميچيل د چين له مرستې څخه مننه وکړه او و يي ويل (أواز)اوس د حبشې هر پوهنتون د چين له اړوندو پوهنتونونو سره د علمي څيړنو د ترسره کولو او يو بل پوهنتون ته د ښوونکو د ليږلو په شمول نژدې اړيکې ټينګې کړيدي ، همداراز اويا تنه چيني استاذان د حبشې په پوهنتونونو کې په تدريسي کارونو بوخت دي . ٩