د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د افغانستان يوه امنيتی چارواکی د جنوری په پنځه ويشتمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چه د دغه هېواد په جنوب د قاندهار په ښار کی د هند پر کنسولګری د جنوری په څليرويشتمه نېټه د لاسی بم بريد و شو خو له نيکمرغه څه مرګ ژوبله پکی نه ده شوی.
د يو بل خبر له مخی، په همدې ورځ د افغانستان په پلازمېنه کابل کی د لاسی بم دوه چاودنی وشوی خو څه ځانی زيان يی نه دی رسولی.
د احصايی له مخی، په وروستيو څو مياشتو کی، په افغانستان کی لس ګونه تنه د بمی چاودنی په بيلا بيلو پيښو کی مړه شوی چه پکی ديارلس د ځان وژونی بريدونه وو.