<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-01-25 19:21:40    
د کشرې خور روزنه زما د ټول عمر دنده ده

cri

نن په چين کې ډير کسان د جنوبي چين د هو نان ولايت د هواي هوا پوهنځې د زده کوونکي هون جيان تاو له نيکو کارونو څخه متاثر شوی ځکه چه هغه د دوولسو کالو په عمر د خپلې کشرې خور په روزنه او ساتنه پيل کړی او کيسه يي داسی ده .

دوولس کاله دمخه د هون جيان تاو پلار چه يو روحی ناروغ دی ، خپله يوه کلنه لور په زمکه وغورځوله او لور يي مړه شوه . خو لږه موده وروسته يي يوه نجلۍ چه يوه مياشت دمخه تازه دنيا ته راغلې وه ، له بهر څخه خپل کور ته يووړله ، عجيب کار دا و چه هون جان تاو خپله سکه خور له لاسه ورکړه ، خو يوه بله خور يي لاس ته راوړله او دده مور وويل چه مونږ دغه نجلۍ نشو ساتلی ځکه چه ډېر غريب يو . خو هون جيان تاو نه پوهيده چه ولی خپله کشره خور نشی روزلی ، هون جيان تاو د کوچنيتوب په وخت کې د مرغانو له روزنې سره مينه درلوده ، دده په اند د يوې کوچني نجلۍ روزنه ساده کار دی لکه د مرغانو روزلو ته ورته دی چه يوازي ور ته خواړه ورکول کيږي . له هغه وخت نه وروسته هون جيان تاو هر هغه شی لټاوه چه د خوړلو وړ و ، لکه ملنګونه ، مرغان او د مرغانو هګۍ . په دې مهال هون جيان تاو د خپلې کشرې خور د روزنې د مسئوليت اهميت نه و پيژندلی . د خپلې کشرې خور د لويدو سره سم دده په غاړه مسئوليت هم درنېده .

په داسې حال کې چه مور يي د کور د بې وزليتوب او د خپل ليوني ميړه له امله له کوره ووته ، د شپې مهال کله چه يې خور يي وژړل ، هون جيان تاو هيڅ چاره نه درلوده او يوازي په کور کي ګرزيده راګرزيده ، په معمولي وخت کې خور ته د شيدو پور ورکول کيده ، خو په ډيرمشکل وخت هون جيان تاو د مجبوريت لمخې د کلي له

ماشوم لرونکې مور څخه غوښتنه وکړه چه دده خور ته شودې ورکړي . هغه دا خيال هم درلود چه خور يي بلې کورنۍ ته ورکړي ، خو هغه لا هم د خپلې خور د روزنې او ساتنې دنده په غاړه درلوده .

په دوه سوه دريم کال کې هون جيان تاو له منځني ښوونځي څخه له فراغت نه وروسته د هو نان د هواي هوا پوهنځي د اقتصاد د ادارې په څانګه کې شامل شو چه ددې تخصص د انتخابولو مقصد يي دا و چه له فارغيدو نه وروسته ښه کار ومومي او زياتې پيسې لاس ته راوړی ځکه چه هغه د خپل پلار د ناروغۍ د علاج او د خپلې خور د روزنې دپاره زياتو پيسو ته اړتيا درلوده . د بي وزليتوب له امله هون جيان تاو د خپلې اته کلنې خور په وړلو سره يو ځاي په پوهنځي کي په زده کړه پيل وکړ چه دوي دواړه د لس مربع مترو په مساحت تنګه کوټه کي اوسيږي چه دغه کوټه هم د پوهنځي لخوا په وړيا ډول دوي ته برابره شويده . هون جيان تاو له خپلې خور څخه ډيره جدي غوښتنه کوي خپل هغه کارونه چه ترسره کولاي يې شي ، په خپله پلی کړي او حتی ددې لخوا لګول شوي پيسې په کاغذ باندي وليکي څو چه دا لويه شی ، بايد بيرته يې ورکړي . د خپلې خور د روزنې او د خپل پلار د ناروغۍ د علاج دپاره هون جيان تاو په پوهنځي کي لومړي مصروف زده کوونکی دی چه هره ورځ پرته د زده کړې نه هم مزدوری او اخيستل شوي پيسې په وخت د پوستخانې له لارې بيرته کور ته ليږي . د څو کلونو راهيسې هوان د مزدورۍ له لارې يو لکو يوانو پيسې چه د دوولس زره امريکايي ډالرو سره برابرې دي ، واخيستلې . خو هغه هيڅ فکر و نه کړ چه د خپلی کيڼی سترګې درملنه وکړي چه د کتابونو د پلورلو په وخت کې د نورو لخوا د وهلو له امله ړنده شويده . هغه داسي وويل چه د خپل پلار د روغتيا او د خپلې کشرې خور د روزنې په پرتله د خپلې سترګې علاج دومره ارزښت نه لري . هون جيان تاو د اوسنی زمانې د چينايي ځوانانو د زده کړې نمونه ده .