د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د جنوری په ٢٥می نېټی د بی بی سی له خبر سره سم د بريتانيا حکومت افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو پلان ومانه ٠ اټکل کيږي چه د دغو سرتېرو شمير به دری زره او پنځه سوه تنو ته ورسيږي او په دې سره په افغانستان کې د بريتانيا د پرتو سرتېری شمير څلور زره او دريو سوو تنو ته ورسيږي ٠
د خبر له مخی د بريتانيا ډيری سرتېری به د افغانستان په جنوبی ولايت هلمند کې ځای پر ځای شي ٠ په دغه سيمه کې د طالبانو پاتی شونی لا هم فعال دی او د نشه يی توکيو د قاچاق فعاليت هم ډير زيات دی ٠