
ګرانو اوريدونکو! ښاغلی وانګ جين يوان د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم په خودمختاره سيمه کی د هوی قوم يو عادی بزګر دی خو واده يی ځانګړی دی . کله چه هغه په قرغزستان کی کار کاوه ، د روسيې قوم له يوې ښکلی نجلۍ سره يی واده وکړ . يوه مياشت مخکی ، وانګ چين يوان له خپلې بهرنی ښځې سره يووځای بېرته چين ته راغلی دی . په دی خپرونه کی به تاسو ته د ده د واده په باب څه معلومات وړاندی کړو !
٢٦ کلن وانګ چين يوان په تنه ياقد جګ نه دی او پوستکی يی لږ تور دی . د ٢٠٠٤ کال په پسرلی کی دی د کار کولو لپاره د هغې ډلې په ګډون چه د محلی حکومت له خوا جوړه شوی ، د قرغزستان له پلازمېنې سره نژدی يوه فارم ته ورسيداو هلته يی په څلور هکتاره ځمکه کی روميان وروزل .
بهر ته د نوی رسيدنې پر وخت وانګ جين يوان له زياتو ستونزو سره مخامخ و په تيره بيا هغه په محلی ژبه خبرې نه شی کولای . په همدغه وخت کی يوه نجلۍ چه اوليا نوميده ، له ده سره مخامخ شوه .
اغلی اوليا د قرغزستان د روسيې له قوم څخه ده چه جګه پوزه ، سپين پوستکی او ابی رنګ سترګې لری او کور يی د وانګ جين يوان فارم ته نژدی دی . دا په پټيو کی د کار په مهال له وانګ جين يوان سره پېژندګلوی او اشنا شوې وه . ښاغلی وانګ له اوليا سره د لومړی کتنې په اړه زمونږ خبريال ته وويل :
(اواز ١ د ښاغلی وانګ خبره )
يوه ورځ باران اوريده . زمونږ په فارم کی يوه کيږدۍ وه ، د باران
د پټيدو لپاره شاوخوا کسان دغې کيږدۍ ته راغلل ، اوليا او د هغې دوه ملګری هم د دوی څخه شاملې وی . هغوی په روسی ژبه خبرې کولې خو زه پری نه پوهېدم .
له دی امله چه د اوليا کور د وانګ جين يوان کور ته نژدی و نو ده د چکر وهلو په وخت څو څو ځله اوليا وکتله . اوليا ډيره مهربانه وه او په ابتکاری توګه وانګ ته يی د روسې ژبې ښوونه کوله .
ښاغلی وانګ به کله کله خپل کور ته نژدی په يو پارک کی د روسيې ژبه تمرين کاوه . هر کله به چه هغه له اوليا کتل نو خبرې به يی کولې . يو ځل اوليا چه زيات شيان يی په لاسونو کی وو ، د يو ساعت لپاره ولاړه وه او وانګ ته يې د روسي ژبې درس ورکاوه . دغه کار پر وانګ ژوره اغېزه وکړه خو اوليا په دی باب وويل :
(اواز٢ د اوليا خبره )
ما په خوشحالۍ سره وانګ ته مرستې برابرولې . هغه په يو بهرنی هېواد کی يوازی و او محلی ژبه يی نه شوی ويلی نو هغه له زياتو ستونزو سره مخامخ وو . ما غوښتل د ژبې په اړه له هغه سره مرسته وکړم چه ژرتر ژره روسي ژبه زده کړی .
د اوليا په مرستې د وانګ د روسې ژبې سويې په چټکه توګه ښه والی وموند . او د دی ترڅنګ دواړه يو د بل ښه دوستان و ګرځيدل.
د اختر په وخت به اوليا د وانګ جين يوان کور ته تلله او د وانګ لپاره به يی ډوډۍ پخوله او کالی به يی ورته مينځل . اوليا ښاغلی وانګ جين يوان ته د خپلې کورنې احساس وکړی دی .
د ٢٠٠٥ کال په پسرلی کی وانګ جين يوان په قرغزستان کی خپل کار پای ته ورساوه او بيرته چين ته رانغی . هغه غوښتل چه قزاقستان ته ولاړ شی او د روميانو روزلو کار ته دوام ورکړی .
قزاقستان ته له رسيدو يوه مياشت وروسته اوليا د وانګ جين يوان ډيره يادېده او يو ځل بيا بيرته قرغزستان ته ولاړ . د دوی په فکر هغوی جلا کيدای نه شوای نو پرېکړه يی وکړه چه سره واده وکړی .
وانګ جين يوان لومړی د ښادی دغه زيری خپل پلار او مور ته ورکړ . هغوی هم ډير خوشحال شول او غوښتل يی چه ژر تر ژره خپله راتلونکی نږور وګوری . د ٢٠٠٥ کال په نوامبر کی وانګ جين يوان له اوليا سره چين ته راغی او د چين له دود سره سم يی د واده مراسم تر سره کړل . د محلی علاقه داری زيات خلک د دوی کور ته ورغلل او د نيکو هېلو څرګندونه يی ورته وکړه .
اوس د وانګ جين يوان کورنی ارام او نېکمرغه ژوند کوی او اوليا د وانګ جين يوان د مور ډيره خوښيږی . د وانګ مور زمونږ خبريال وويل :
(اواز ٣ )
دا ډيره مهربانی او ښه نږور ده . زه زياتې خبرې لرم چه هغې ته يی وکړم خو هغه کله کله زما په خبرو نه پوهېږی . مونږ د لاسونو په اشارو سره تګ را تګ او پوهاوی کوو . هغه زما د لور په شان ده .
( اواز ٤ )
اوس اوليا په چينی ژبه زده کړه کوی .دا او خاوند يی پلان لری چه په راتلونکی پسرلی کی يوځل بيا قرغيزستان ته لاړ شی او هلته کرنه وکړی .
ګرانو اوريدونکو ! زمونږ دغه پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد ستاسی له اوريدلو او غوږنيونې څخه ډيره مننه کوو !